د نیمروز په خاشرود کې د وروستۍ پېښې قربانیان عدالت غواړي
ادعا شوې چې د خاشرود په پېښه کې د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا پېښه دوې ورځې دمخه شوې.
راپورونه وایي، د دې پېښې د ارزونې لپاره ټاکل شوی پلاوی لا تراوسه د پېښې سیمې ته نه دی تللی.
بل خوا په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان دفتر غوښتنه کړې چې دا پېښه باید په شفاف او هر اړخیز ډول وڅېړل شي.
د افغانستان د ولسمشر دفتر وایي، جمهور رئیس غني د دې پېښې د هر اړخېزې پلټنې سپارښتنه کړې ده.
