Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ملي امنیت: د داعش هغه غړی نیول شوی چې د امریکا شارژدافیر یې واژه

0
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په ننګرهار کې یې د داعش د هدفي وژنو د ډلې غړی او هغه زمینه‌ساز نيولی چې غوښتل يې کابل کې د امريکا سفارت شارژدافير ترور کړي.


په ننګرهار کې د ملي امنیت د صفر دوه قطعې څانګې د سې شنبې (د مرغومي ۲۳مه) په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې یې د داعش ډلې څلور غړي نیولي چې په وینا یې يو يې 'د داعش د هدفي وژنو د ډلې غړی او زمینه‌ساز' وو.


په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي: "د معلوماتو له مخې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینه‌ساز عبد الواحد پلان درلوده چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر او افغان لوړپوړي چارواکي په نښه او ترور کړي چې په نیول کېدو سره یې اهداف شنډ شول."


په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.


د ملي امنیت اداره زیاتوي، د نوموړي د کورنۍ څخه دوه تنه نور هم د داعش ډلې د رهبرۍ غړي وو چې په وینا یې تېر کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.


ملي امنیت وايي، دا کسان تېره شپه د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي او ورسره یو « بریټا تفنګچه، یو میل کلاشنکوف او یو چره یز هم» وو.


د افغانستان ملي‌ امنیت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.


داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса