Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

کرونا؛ اروپايي ټولنه د 'اسټرازینیکا' کمپنۍ واکسین ته پر اجازې غور کوي

0
د بریتانیا د درمل جوړولو کمپنۍ اسټرازینیکا چې د اکسفورډ پوهنتون په همکارۍ یې د کرونا ضد واکسین جوړ کړی، د اروپایي ټولنې له چارواکو غوښتنه کړې چې ورته اجازه ورکړي چې واکسین یې د دې ټولنې په ۲۷ غړیو هېوادونو کې تطبیق شي. 


د اروپایي ټولنې د درملو ادارېEMA'' نن د سې شنبې (د مرغومي ۲۳مه) په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د دې کمپنۍ پر غوښتنه به ډېر ژر غور وکړي او ښایي د جنوري تر ۲۹مې پورې په مشروط ډول ورته اجازه ورکړي چې د دې ټولنې بازار ته یې وړاندې کړي. 


که امسټردام مېشته دغه اداره د اسټرازینیکا واکسین ملاتړ وکړي او اروپایي ټولنه هم هغه رسماً تایید کړي، هغه به د کرونا ضد درېیم واکسین وي چې د اروپایي ټولنې په ۲۷ غړېو هېوادونو کې خلکو ته ورکول کېږي.




تر دې مخکې اروپایي ټولنې د فایزرـ بایوانټیک او موډېرنا واکسینونه چې د کرونا په وړاندې یې موثریت په سلو کې له نوي زیات ښودل شوی، تایید کړي دي. 


د اروپایي ټولنې د درملو اداره او اروپايي ټولنه تر فشار لاندې ده چې د کرونا ویروس په وړاندې چې تراوسه یې په دې ټولنه کې د له ۶۲۰ زره زیاتو کسانو ژوند اخېستی، د نویو واکسینونو د تصویب چارې ګړندۍ کړي. 


د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا فون دیرلاین د اروپایي ټولنې د درملو له ادارې د اسټرازینیکا غوښتنه یو ښه خبر وباله او ویې ویل کله چې دا اداره له علمي پلوه د هغې ملاتړ وکړي، نو به یې په رسمي توګه د عملي کېدو چارې په چټکۍ پیل کړي. 




نوموړې په یوه بیان کې وویل چې د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه اوس کولای شي چې د فایزر- بایوانټیک او موډیرنا ۳۰۰ میلیونه نور ډوزونه هم وپیري. 


د اروپایي ټولنې له خوا اسټرازینیکا ته په مشروط ډول اجازه ورکول دا معنی لري چې د دې ټولنې غړي هېوادونه کولای شي تر یوه کاله پورې هغه وپیري او خلکو ته یې ورکړي، څو د موثریت او جانبي عوارضو په اړه یې ټول لازمې څېړنې بشپړې شي. 


تر دې مخکې دغه واکسین ته د بریتانیا، هند او ارجنټاین په ګډون یو شمېر هېوادونو د تطبیق اجازه ورکړې ده. 


په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې د کرونا وبا پر وړاندې د واکسیناسیونونو پراخ کمپاینونه به ونه کړای شي چې روان ۲۰۲۱ کال په نړۍ کې د دغې وبا پر وړاندې یو عمومي معافیت رامنځته کړي.  


دغه خبرداری د دغې نړیوالې ادارې مخکښ ساینس پوه سومیا سوامیناتان پرون دوشنبې (د مرغومي ۲۲مه) ورکړ او ویې ویل چې سره له دې چې واکسین د تر ټولو زیانمونکو افرادو خوندي کول پیل کړي، خو نه پوهېږو چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې به د کتلوي معافیت کومه اندازه ترلاسه کړای شو. 


هغه زیاته کړه، که دغه هدف په ځینو هېوادونو یا ځایونو کې ترلاسه شي بیا به هم هغه په ټوله نړۍ کې د خلکو د معافیت په معنی نه وي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса