Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

کابل کې د امریکا سفارت: امریکا د مؤقت حکومت د جوړېدو پلوي نه کوي

0
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو پلوي نه کوي.  


راس وېلسن نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه)  پر خپل ټویټر دغه راز لیکلي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو پایلې په افغانانو پورې اړوندې دي.




د ده په وینا امریکا په دې باور ده چې د دغو مذاکراتو پایلې باید د افغانستان د خلکو هیلې منعکسې کړي.


دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوس- اوس د یوه مؤقت حکومت د جوړېدو په اړه بحثونه کېږي او انګېرنه دا ده چې ګواکې دا له طالبانو سره د سولې توافق زمینه برابرولی شي.


د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور تېره اوونۍ وویل چې یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د مؤقت حکومت جوړېدل غواړي، خو د هېڅ هېواد نوم یې وانه خېست.


د افغانستان حکومت او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بیا ازادي راډیو ته ویلي چې د مؤقت حکومت د جوړېدو موضوع اصلا ًپه خبرو کې مطرح شوې نه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса