Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د ارزګان فوټبال فدراسیون د پایه فوټبال فسټیوال ترسره کړ

0
د ارزګان فوټبال فدراسیون په لومړي ځل په دغه ولایت کې د پایه فوټبال فسټیوال ترسره کړ.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغه فسټیوال کې نږدې  ١٠٠ تنکیو ځوانانو ګډون کړی وو.


د ښاغلي مشعوف په خبره د ګرسټروس فسټیوال یا پایه فوټبال ورزش ته د تنکیو ځوانانو هڅولو لپاره مهم فسټیوال وو.


نوموړي وویل چې دغه فسټیوال کې د تنکیو ځوانانو وړتیاوې معلومیږي او تر روزنې لاندې نیول کېږي.


ښاغلی مشعوف وايي، په روان لمریز کال کې د پایه فوټبال یا ګرستروس فسټیوال د هېواد په۲۸ ولایتونو کې د څه باندې ٤ زرو تنکیو ځوانانو ترمنځ ترسره شوي چې له دې ډلې ۷ تر۱۰ پورې لوبغاړي غوره شوي دي.


د فوټبال فدراسیون وايي، یاد فسټیوال د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ترسره کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса