Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

افغان چارواکو او د بشري حقونو ډلو پر ښځينه قاضیانو برید وغانده

0
افغان چارواکو او د بشري حقونو ځینو نړیوالو ډلو په کابل کې د ښځينه قاضیانه وژنه غندلې ده. 


د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوې دي.  


د راپورونو له مخې په پېښه کې دوه نورې قاضیانې ټپیانې شوي دي.  


د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هیدر بار لیکلي، د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه. 


هغې په خپل ټوېټ کې زیاته کړې چې د سولې خبرو تاوتریخوالی زیات کړی.  


د سترې محکمې د راپورونو له مخې  ټول افغانستان کې دوه سوه ښځينه قاضیانې کار کوي چې له ډلې یې دا دی نن دوه تنه ووژل شوې. 


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوو ښځینه قاضیانو وژنه او د دوو نورو ټپي کېدل غندلي دي. 


ارګ ماڼۍ د ولسمشر غني په حواله لیکلي چې :"د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له خوا په بې دفاع افغانانو باندې برید د اسلامي د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف دی." 


هغه ویلي چې افغان امنیتي ادارې دې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي. 


چا په کابل کې پر ښځینه قاضیانو د برید مسوولیت نه دی منلی، خو په دې وروستیو کې د داسې هدفي وژنو پړه افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو اچولې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса