Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

کابل کې د ښځینه قاضیانو وژل کېدل او پر وړاندې یې نړیوال غبرګونونه

0
افغان چارواکو، په افغانستان کې مېشت بهرنیو ډیپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو په کابل کې د دوه ښځینه قاضیانو وژل غندلي دي. 


په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټر لیکلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ کوي.  


راس ویلسن ویلي، طالبان باید پوه شي، دا ډول کړنې چې مسوولیت یې ور ګرځي نړۍ په غوصه کوي او باید ودریږي. 




د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم نن یکشنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دوه قاضیانې د کابل په تایمني کې د یوه وسله وال کس له خوا په ډزو وژل شوي دي.  


د رپوټونو له مخې په پېښه کې دوه نورې قاضیانې ټپیانې شوي دي.  


د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هېدربار لیکلي، د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه. 


د سترې محکمې د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې دوه سوه ښځينه قاضیانې کار کوي چې له ډلې یې دا دی نن دوه تنه ووژل شوې. 


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دوو ښځینه قاضیانو وژنه او د دوو نورو ټپي کېدل غندلي دي. 


ارګ ماڼۍ د ولسمشر غني په حواله لیکلي :"د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له خوا په بې دفاع افغانانو باندې برید د اسلامي د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف دی." 




هغه ویلي چې افغان امنیتي ادارې دې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي. 


چا په کابل کې پر ښځینه قاضیانو د برید مسوولیت نه دی منلی خو په دې وروستیو کې د داسې هدفي وژنو پړه افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو اچولې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса