Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیلېږي

0
سبا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین پیلېږي.


د عامې روغتیا وزارت وايي، دا کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي چې په کې به نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین شي. 


د دې وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري وویل، د کرونا په خاطر د واکسین لړۍ درېدلې وه: "په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا د ناورین په خاطر او د دې لپاره چې د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي د پولیو د واکسین کمپاین د پنځو میاشتو لپاره ودرېد. دا کار د دې لامل شو چې ټول هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي."


تېر ۲۰۲۰ میلادي کال افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.


افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه وروستي هېوادونه چې لا هم په کې د پولیو مثبتې پېښې ثتبیږي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса