Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د ښځینه قاضیانو وژنو ته غبرګونونه؛ ویلسن ویلي طالبان دې داسې کړنې ودروي

0
د ښځینه قاضیانو وژنو ته غبرګونونه؛ ویلسن ویلي طالبان دې داسې کړنې ودروي

کابل نن بیا د هدفي وژنو شاهد و.دا وار دوه ښځینه قاضیانې د کابل په تایمني سیمه کې د وسله وال بریدګر په ډزو ووژل شوې.

د وژل شوېو قاضیانو مړي کورنیو ته وسپارل شول، هغه کورنۍ چې له ژړا پرته بل هېڅ څه د ویلو لپاره نه لري.

د وژل شوې قاضي ګاونډي ګل احمد رویټرز ته ویلي، سخت ويرجن دی: "د کوڅې سر کې یې وویل چې قاضي صاحب شهیده شوې. راغلو چې ګورو ټول ځای وینو نیولی. څه ووایم نور صاحبه؟ چېرته لاړ شو"

د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم ازادي راډیو ته پرته له دې چې د قاضیانو نومونه واخلي تایید کړه چې دوه قاضیانې یې وژل شوي او یو موټرچلوونکی یې ټپی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د جَنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي، وژل شوې قاضیانې ذکیه او قدریه نومېدلې.

پېښه سهار په اته نیمو بجو شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو د پېښې د مرګ ژوبلو په اړه وویل: "موټر کې درې کسان سپاره وو. یو موټر چلوونکی و او دوه ښځې چې دوی د سترې محکمې محترمې ادارې اړوند و. یوه بله ښځه چې پر سړک روانه وه د پېښې پر مهال په موټر لګېدلې او پښه یې ژوبله شوې. په مجموع کې په دې پېښه کې دوه ښځې 'قاضیانې' وژل شوي او دوه نور کسان چې یو ډریور و او بله عامه ښځه وه ټپيان دي."

چا په کابل کې پر ښځینه قاضیانو د برید مسوولیت نه دی منلی خو دې وروستیو کې د داسې هدفي وژنو پړه افغان چارواکو او امریکايي ځواکونو په وسله والو طالبانو اچولې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دغو ښځینه قاضیانو وژنه غندلې او د پېښې د هر اړخیزې پلټنې امر یې کړی دی.

ارګ ماڼۍ د ولسمشر غني په حواله لیکلي:"د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له خوا په بې دفاع افغانانو باندې برید د اسلامي د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف دی."

اخوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په ټوېټر لیکلي چې په کابل کې د سترې محکمې د ښځینه قاضیانو وژنه غندي او د پېښې د سمدستي پلټنې غږ کوي.

راس ویلسن ویلي، طالبان باید پوه شي دا ډول کړنې چې مسوولیت یې ورګرځي نړۍ په غوصه کوي او که افغانستان ته سوله راځي نو باید دا 'بریدونه' ودریږي.

 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: "د وژنو دا پلان شوې لړۍ د سولې مذاکرات او د یوه سیاسي جوړجاړي د لټون مفهموم په جدي شک کې اچوي."

د بشري حقونو ګڼو مدافع ډلو او سازمانونو هم د افغان ښځینه قاضیانو وژنه غندلې ده.

له هغې ډلې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په خپل ټوېټر لیکلي:"په کابل کې دوه قاضیانې په هدفي برید کې ووژل شوې. افغانستان د یوه سیستماتیک ډل وژنې په لړ کې خپل باسواده او مسلکي کدرونه له لاسه ورکوي او نړۍ یې یواځې ننداره کوي."

هغې زیاته کړې: "دا 'بریدونه' باید ودریږي."

د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې سرپرستې هېدربار هم لیکلي چې د افغانستان د ښځینه قاضیانه یوه سلنه ووژل شوه.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې دوه سوه ښځينه قاضیانې کار کوي چې له ډلې یې دا دی نن دوه تنه ووژل شوې.

طالبانو د دې برید په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې د سترې محکمې په کار کوونکو د ځینو خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخېستی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Греческий теннисист Стефанос Циципас поблагодарил мать за советское воспитание






Северянка Лада Еськина – бронзовый призер первенства России по боксу

В Болгарии начали инвентаризацию запасов НПЗ ЛУКОЙЛ Нефтохим Бургас

Глава Дмитровского городского округа осуществил мечту детей героев СВО

Историческая реконструкция боев прошла в Дмитровском округе