Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

پنځوس افغان دیني عالمانو د مصر د الازهر پوهنتون له دیني علماوو زده وکړه

0
پنځوس افغان دیني عالمانو د مصر د الازهر پوهنتون له دیني علماوو زده وکړه

د افغانستان د حج اوقافو وزارت د هوکړې له مخې د مصر د الازهر پوهنتون دیني عالمان د افغانستان شااوخوا ۸۰۰ عالمانو ته د ظرفیت لوړنې په برخه کې سیمنارونه ورکوي.

د دې سیمنارونو لومړۍ درې اوونيز پروګرام د یکشنبې (د مرغومي ۲۸مه) په ورځ د ۵۰ دیني عالمانو په فراغت سره پای ته ورسېده.

د سیمنار همغږی کونکي رحیم الله حنیفي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیمنار کې د مصر د الازهر پوهنتون عالمانو اشتهادي، د بېلابېلو مذهبونو له پيروانو سره د ژوند کولو، د جهاد په اړه د اختلافاتو د حل او د سولې فضا کې د ژوند کولو په اړه د افغانستان له دیني عالمانو سره خپلې تجربې او نظرونه شريک کړل.

ښاغلي حنیفي زیاته کړه: "د دې سيمينار هدف د افغانستان دیني عالمانو او د جوماتونو ملاامامانو ته د ظرفیت لوړونې برخه کې لازمې لارښونې دي، د دې خپرونې بل هدف دا و چې د افغانستان دیني عالمان د نړۍ له نورو عالمانو سره خپل نظریات شریک کړي، څو راتلونکي کې روښانه لید لوری ولري."

ښاغلی حنیفي وايي، لومړی سیمنار کابل کې و او راتلونکې کې به دغه لړۍ ولایتونو ته هم وغځول شي او دغه سیمینار د کرونا ویروس له امله په انلاین بڼه ترسره شو.

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان چې له دې سیمیناره يې د فراغت اسناد ترلاسه کړي وايي، د دا شان سيمينارونو جوړول ډېر ګټور دي.

دیني عالم نعمت الله هاشمي وايي: "د الازهر پوهنتون عالمانو موږ ته په لکچر بڼه او انلاین ډول درس راکاوه او د افغانستان عالمان یې تشویق کول چې په اوسنیو علومو خپل ځان عیار کړي، موږ ته يې درس راکاوه چې د اسلام دين د اعتدال دین دی او دا به یې ویل چې اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان کې د بې ګناه انسانانو ویني تویږي، باید د نړۍ او افغانستان دیني عالمان د دې وینې توېدنې مخه ونیسي. "

دغه دیني عالمان وايي، هغه څه چې یې دې سیمنار کې زده کړي د ستونزو د هوارۍ، د تعصب په له منځه وړلو او د یو بل منلو کې به ترې کار واخلي.

دغه سيمينار په داسې حال کې جوړېږي چې افغانستان کې ستونزې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي، خو باور دا دی چې دیني عالمان کولای شي د دې ستونزو د کابو کولو لپاره او د یوې سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره لاس په کار شي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Теннисист Хачанов вышел в третий круг "Мастерса" в Риме






Температура в Москве вернется к норме 15 мая

Бубнов назвал точный счёт матча «Зенит» - ЦСКА

Водитель, который управлял упавшим в реку в Санкт-Петербурге автобусом с пассажирами, ранее жил в Оренбурге

Россия готова увеличить квоты для студентов из Гвинеи-Бисау