Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

چارواکي: تخار او کندهار کې د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شوه

0
په تخار او کندهار کې چارواکي د طالبانو د حملو د په شا تمبولو او دې ډلې ته د زیانونو د اړولو خبر ورکوي.


د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې حملې مخه ونیوله.


نوموړي طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه وویل: "د صادق په نوم چې د لایزري قطعې مرستیال دی، په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او څو تنه هم ټپیان دي."


ښاغلي اسیر په دغو نښتو کې خپل لور ته د یوه سرتېري د ټپي کېدو خبره وکړه.


په عین حال کې د افغانستان دفاع وزارت وایي، په کندهار کې یې د وسله‌والو طالبانو د پراخو بریدونو مخه نیولې او د دې ډلې له ۲۰ زیات وسله‌وال یې وژلي دي.


دې وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ طالبان د کندهار ولایت "ژړۍ" او " ارغنداب" ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې پرې بریدونه وکړل.


د دغو بریدونو په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.


د خبرپاڼې له مخې د نښتو په پایله کې د طالبانو دوه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له‌منځه یوړل شول.


طالبانو په تخار او کندهار کې دې ډلې ته د اړول شویو زیانونو په اړه د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса