Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د جنوبي کوریا یوې محکمې د سامسونګ کمپنۍ مرستیال مشر په بند محکوم کړ

0
د جنوبي کوریا یوې محکمې د الکترونیکي وسایلو د سترې کمپنۍ سامسونګ مرستیال مشر د فساد په تور په دوه‌نیم کلونو بند محکوم کړی دی.


۵۲ کلن لیي جای یونګ مخکې د جنوبي کوریا د ولسمشرې پارک ګیون هي یو همکار ته د رشوت ورکولو په تور په ۲۰۱۷ کال کې په پنځو کلونو بند محکوم شوی و.


هغه ویلي چې کوم غلط کار یې نه‌دی کړی چې وروسته‌یې سزا کمه شوه او د استېناف غوښتنې په نتیجه کې په زندان کې د یوه کال بند له تېرولو وروسته خوشې شوی و.   


سترې محکمې د هغه دوسیه بېرته د سئول عالي محکمې ته استولې وه چې نن‌یې دغه نوی حکم صادر کړ. 


د سامسونګ کمپنۍ عواید د جنوبي کوریا د کورنیو ناخالصو عوایدو په ۱۰۰ کې ۲۰ جوړوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса