Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

0
‎په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو.


‎د خوست ولایت د صبرۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ولایت خان وایي ، ۱۴ میاشتنۍ خورزه یې عالیه چې د مور او پلار یوازینی اولاد دی تازه ګوزڼ وهلې ده.


‎ولایت خان ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د کوچنۍ عالیه یوپښه فلج ده او له دې امله ټوله کورنۍ ورته اندېښمنه ده.


هغه زياتوي: "ډېر ورته خفه یو، ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو یوازې پېښه ثبت کړه خو بل اقدام یې نه دی کړی، دا راته وایي چې درمل به درکړو خو ګټه نه کوي."


‎ولایت خان وایي، چې په ګڼو ‌‌ډاکترانو او روغتونونو يې خپله خورزه ګرځولې خو مسوولینو ورته ویلي چې ګوزڼ درملنه نه لري.


‎د همدې ناروغۍ د مخنیوي لپاره نن دوشنبه په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.


‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کلتوي معافیت مشر غلام دستګیر نظري ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، چې د دې کمپاین په لړ کې به ٩ اعشاریه ۵ میلیونه هغو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ دي.


هغه وویل: "زموږ کمپاین نن په ټول افغانستان او 34ولایتونو کې پیلېږي، دا مو ژمنی کمپاین دی او هدف موږ هم ۹ اعشاریه ۵ ميليونه ماشومان دي چې باید د پولیو ضد واکسین ورته تطبیق شي."


‎ښاغلی نظري وايي، له ۲ اعشاریه ۵ مېیلونه زیات ماشومان به د هېواد په بېلابېلو ولسوالیو کې هلته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق اجازه نه کېږي، له واکسین پاتې شي.


‎د ده په خبره، د ختیځ او جنوبي ولاینونو یو شمېر ولسوالیو کې دا شمېر ماشومان له یاد واکسین نه بې برخې کېږي.


‎دا کمپاین پنځه ورځنی دی.


‎خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر ټویټر لیکلي، چې د دغه دفتر مشر ملا برادر د روغتیا نړیړال سازمان د اسیا برخې له چارواکو سره خبرې کړي او د دوی د اصولو له مخې يې د پولیو واکسين د کمپاین د تطبیق ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی.




‎وړاندې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلي پوځي ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي و، چې یوازې په څلورو جنوبي ولایتونو هلمند‌، کندهار، زابل او ارزګان کې د دغه واکسین د تطبیق اصول دا دي چې واکسینونه ماشومانو ته په جوماتونو کې وشي.


‎د ښاغلي مجاهد په خبره، تر دې وړاندې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د دغه کمپاین په مهال د معلوماتو د راټولو لپاره استخباراتي استفاده کېده چې دوی دا اصول وضع کړل.


‎دا په داسې حال کې ده، چې په د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي په تېر ٢٠٢٠ کال کې په ټول افغانستان کې د ۵۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبره کوي خو د مشخصو ولایتو نومونه نه اخلي.


‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین له کورنیو د دغه کمپاین د ښه تطبیق په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.


‎د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله احمدزی او د ننګرهار اوسېدونکی بادام احمدزی چې خپله هم پلرونه دي، د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د کورنیو همکاري اړینه بولي.


عبدالله احمدزي وویل: "که چېرې پولیو ضد واکسین تطبیق نه شي نو موږ نشو کړای چې د خپلو ماشومانو لپاره غوره راتلونکی ولرو." 


بادام احمدزي وويل: "موږ هر کله خپلو ماشومانو ته دا واکسین ورکوو، خو لا هم د عامه پوهاوي نشتون له امله نورې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه ورکوي، خو باید ماشومانوته دا واکسین وشي تر څو له ګوزڼ په امان وي." 


‎افغانستان له پاکستان وروسته دویم هېواد دی چې په ټوله نړۍ کې لا هم دغه ویروس په کې شته.


‎د پوليو يا ماشومانو د کوزڼ ضد واکسین کمپاین هر کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تطبیقېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса