سټولټنبرګ: په افغانستان کې د ناټو حضور شرایطو پورې تړلی
ښاغلي سټولټنبرګ دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې ناتو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي تر څو افغانستان بیا هیڅکله هم د نړیوال تروریزم په خوندې ځای بدل نه شي.
په عین حال کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې ماموریت کې د شاملو ۳۸ هېوادونو شاوخوا لس زره سرتېري به د افغان ځواکونو چې د خپل هېواد امنیت ساتي، د روزنې، هغوی ته د سلا ورکولو او مرستو چارو ته دوام ورکړي.
په یوه بله ټویټ کې لیکل شوي، چې د دې ماموریت یوه جګپوړي قومندان ایټالوي جنرال البرتو ویزولي په هرات کې د ناټو یو مډال هغو سرتېرو ته ورکړ چې د افغان ځواکونو د روزنې په دې ماموریت کې یې ونډه اخیستې ده.
