Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

فلسطیني زده کوونکې: د برېښنا او انټرنېټ نشتوالي ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو

0
په فلسطین کې د برېښنا او انټرنېټ نشتوالي زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.  


دیارلس کلنه وعد بشارت په غزه تړانګه کې د غره په لمن کې رمه هم پيايي او په ورته وخت کې نه شي کولای له انلاین صنف سره وصل شي.  


برق ته د نه لاسرسی او د ټيکنالوجۍ له لارې له لیرې واټنه زده کړې د دې لویې ستونزه دي.


هغې وویل: "ما ونه کړای شول چې د انټرنېټ د نشتوالي له کبله له ټولګي سره وصل شم او ما رمې ته پام کاوه. زه وروسته له صنف سره وصل شوم خو درس ختم شوی وو. زه له ستونزو سره مخامخ یم ځکه انټرنېټ نه شته او خور مې هم انلاین زده کړې کوي خو اوس نه شي کولای."


دا وايي، چې په کور کې یو ټېلېفون لري او کله چې يې پلار رمه پيايي، ټېلېفون له ځان سره وړي او چې کور ته راشي، د ده شپږ اولادونه ورته سترګې په لاره وي او وروسته هر یو په نوبت د همدې ټېلېفون له لارې انلاین درسونه وايي.


د وعد کورنۍ نه شي کولای د ټولو لپاره ټېلېفونونه وپیري خو د وعد مشره خور شپاړس کلنه شیما وايي، که دوی ټېلېفونونه ولري، د برېښنا او انټرنېټ د نشتوالي له کبله انلاین زده کړو ته دوام نه شي ورکولای.  


د اسراییل ته ولکه لاندې غزې تړانګې بدوي وګړي له کلونو راهیسې د برق د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي او بې وزلي او کرونا د دوی ستونزې څو چنده کړي.  


د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې په ۲۰۱۳م کال کې راپور ورکړی چې د غزې تړانګې په سي سیمه کې ۴۱ سلنه بدوي کورنۍ برق نه لري.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса