Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

پاکستان کې د ۹ ګوندونو ائتلاف: د نوېو اعتراضونو لړۍ به پیل کړو

0
په پاکستان کې د حکومت د نهو مخالفو ګوندونو ائتلاف اعلان کړی چې په ټول هېواد کې به د نوېو اعتراضونو لړۍ پیل کړي او دا فشارونه به له واکه د صدراعظم عمران خان تر لېرې کېدو پورې دوام وکړي.


د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ مشرانو د جنورۍ په ۱۸مه اعلان کړی چې د دولت ضد د نوېو لاریونونو او اعتراضونو پر پلان یې موافقه کړې ده.


د دوی په وینا دغه اعتراضونه به د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې د پاکستان په څو ښارونو کې ترسره شي.


نننۍ مظاهرې په اسلام اباد کې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د ودانۍ مخته ترسره کېږي. 


په تېر نوومبر او ډسمبر میاشتو کې هم لسګونه زرو کسانو د اپوزسیون په پلوۍ د پاکستان په لویو ښارونو کې لاریونونه وکړي.


هغوی د عمران خان د لېرې کېدو او نوېو شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه. 


د اپوزسیون مشران ادعا کوي چې عمران خان د پاکستان د پوځ په مرسته او په تقلبي رایو سره د ۲۰۱۸ میلادي کال په انتخاباتو کې واک ته رسیدلی دی.


دغه مخالفین د پاکستان پوځي تشکیلات په ملکي چارو کې په مداخلې تورنوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса