Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ارزګان کې چاودنې د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون ۱۰ تنه ټپیان کړل

0
د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون لس تنه نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) په ارزګان ولایت کې په یوې چاودنه کې ټپیان شوي دي. 


د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دا بم په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و چې نن غرمه په ترینکوټ ښار کې د پولیسو پر یوه موټر وچاودېد.  


ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "لس کسان برسېرن ټپیان دي چې بېرته خپلو کورونو ته انتقال شول . دوه تنه پولیس او نور ملکي وګړي دي. په ملکیانو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده." 


د سلام ارزګان راډیو مسول مدیر بریالي انصاري منلې چې د یادې راډیو یو خبریال په ټپیانو کې شامل دی.  


د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا نه دی اخستی. 


په عین وخت کې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هم یوه موټر اور اخیستی.  


د  کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.


د ښاغلي فرامرز په خبره د دې اورلګېدنې دلیل تراوسه معلوم نه دی معلوم او په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.  


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса