Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

څېړونکي: که د 'نوي پیل' تړون ونه غځیږي د مسکو او واشنګټن ترینګلتیا به ډېره شي

0
کرملېن له امریکا متحده ایالاتو سره د اټمي وسلو د کنټرول تړون د غځېدو په اړه خپله ژمنه بیا تکرار کړې ده او وایي په دې اړه د امریکا د نوي ادارې د هڅو د ژمنې هرکلی کوي.  


د امریکا د نوې ادارې د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند انتوني بلېنکین پرون د سنا جرګې ته ویلي و چې واشنګټن به د دې تړون د غځولو هلې ځلي وکړي.  


د نیو سټارټ"نوي پیل' په نوم تړون چې د سټراتیژیکو وسلو د کمولو تړون دی، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شوی و او راتلونکې میاشت یې موده ختمېږي.  


دا تړون هغه سټراتیژیک اټمي سروکي، توغندي او بم غورځوونکي محدودوي چې روسیه او امریکا یې  ځای پرځای کولی شي.  


د کرملېن ویاند ډیمتري پېسکوف نن چهارشنبه (د سلواغې ۱مه) خبریالانو ته ویلي، که امریکا د دې تړون غځولو ته په ریښتوني ډول سیاسي هوډ ولري، روسیه به د دې کار هرکلی وکړي.  


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېرکال پر واشنګټن غږ کړی و چې له کوم شرط پرته د یوه کال لپاره دا تړون وغځوي.


څېړونکي وایي، که د نیوسټارټ یا نوي پیل تړون تمدید نه شي، د مسکو او واشنګټن ترمنځ به د نوېو وسلو سیالي رامنځته او ترینګلتیا به ډېره شي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса