Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

اروپایې شورا: امریکا د خپلې ډیموکراسۍ ځواک ثابت کړ 

0
د اروپایې شورا مشر وایي، نن امریکا د خپلې ډیموکراسۍ ځواک ثابت کړ.

چارلز مېشل نن چهارشنبه اروپایې پارلمان ته په وینا کې هیله وښوده چې په امریکا کې د واک د لېږد چاره په سوله ییز ډول ترسره شي.

نوموړي د نړۍ په ثبات کې د اروپا رغنده رول ته په اشارې وویل چې د خپلو ګټو د دفاع او د ارزښتونو د پراختیا لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده چې دا کار د ده په وینا د امریکا په څېر د یوه پیاوړي متحد لاس نیوی غواړي.

مېشل په دې برخه کې د پنځو لومړیتوبونو یادونه وکړه: "موږ باید پر پنځو لومړیتوبونو کار وکړو:


لومړی، د دوه اړخېزو همکاریو پیاوړتیا.دوهم، له کوویډ- ۱۹ ناروغۍ سره مبارزه.درېیم، د چاپیریالي بدلون سره مقابله.څلورم، د خپلو اقتصادونو بیارغول او د سوداګرۍ ډاډمنول.پنځم د امنیت او سولې لپاره د ځواکونو یوځای کول. دا به آسانه کار نه وي، خو په ګډه پر دې ستونزو برلاسي کیدای شو."

د اروپایي شورا مشر په تېرو څلورو کلونو کې د اروپا او امریکا اړیکې دردوونکې وبللې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса