Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د ټولګټو وزارت د خپلو ۱۹۲ کار کوونکو د دندو ځای بدل کړ

0
‎د افغانستان د ټولګټو وزارت د خپلو ۱۹۲ کار کوونکو د دندو ځای بدل او ځینې يې د  تنخواګانو په خونديتوب سره کار ته په تمه وګرځول.


‎د دغه وزارت چارواکي وایي، یاد وزارت دا چاره د ظرفیت لوړونې او فساد سره د مبارزې لپاره تر سره کړې ده.


‎د دغه وزارت ویاند خلیل الرحمن امید ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې له دې شمېر کار کوونکو ۴۰ تنه ښځینه کار کوونکې یې بېرته په وزارت کې په دندو ساتلي دي.


‎خو بل خوا معترض کارکوونکي وایي چې ياد وزارت دا کار غیر قانوني کړی دی.


‎يو شمېر دغو معترضین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې نیوکې کړي چې کلونه یې په ټولګټو وزارت کې کار کړی، خو اوس بې دلیله منفصل کېږي.


‎د دغو کار کوونکو د څرګندونو په اړه بیا د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې د دوی دا پرېکړه په اداري پروسېجر او قانون کې شته او په دې سره غواړي چې یاد وزارت کې اصلاحات رامنځته کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса