Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې ۲۷ کسان خوشې شول

0
تېره شپه ځانګړو کمانډو ځواکونو د هلمند ولایت "نهرسراج" ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د یوه پخواني پوځي په ګډون ۲۷ کسان خوشې شول. 


دفاع وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو زندانیانو سره چې نه‌دي ویل شوي هغه څوک دي، د طالبانو له لوري د اسلامي اصولو او بشري حقونو خلاف بد چلند شوی، سخت شکنجه شوي او ځورول شوي دي. 


د خبرپاڼې له مخې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د زندان یو ساتونکی وژل شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي. 


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса