Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ناټو: افغانستان کې د سولې "تاریخي" فرصت باید له لاسه ونه‌وځي

0
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت "تاریخي" بللی او ټینګار یې کړی چې دا موقع باید له لاسه ونه‌وځي. 


ستیفانو پونتېکورو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د داسې هر اړخیز تړون ملاتړ کوي چې په خبره‌یې د افغانستان مهمې لاسته راوړنې په‌کې خوندي شي. 


پونتېکورو دا څرګندونې پرون ماښام له پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد کریم خلیلي سره تر لیدو کتو وروسته کړې دي. 


پونتېکورو له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره د سولې په تړاو د خبرو لړۍ پیل کړې ده. 


ناټو له دې وړاندې ویلي، له افغانستانه شرایطو ته په کتو خپل سرتېري باسي، دا په داسې حال کې ده چې امریکا دغه هېواد کې تازه د خپلو ځواکونو شمېر دوه نیم زرو ته راټیټ کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса