Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

پکتیا چارواکي: اریوب ځاځي کې ماین چاودنې یو قومي مشر وژلی

0
په پکتیا کې ماین چاودنې یو تن قومي مشر وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی. 


د پکتیا د پولیسو ویاند حیات الله نظامي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د پنجشنبې د ورځې مازدیګر ناوخته د دې ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ په خوازي خېلو سیمه کې شوې. 


دی وایي، د چسپکي ماین په دې چاودنه کې د حاجي رحیم په نوم یو قومي مشر وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی. 


د یادې سیمې اوسیدونکي حاجي رحیم د دې ولسوالۍ یو له هغو قومي مشرانو بولي چې د خیر ښېګڼې او د سیمې د ارامۍ او د خلکو د یووالي لپاره یې ګڼې هلې ځلې کولې. 


دوی وایي، نوموړي له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او له افغان حکومته غوښتنه کوي چې دا پېښه په جدي ډول وڅیړي.


تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса