Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

سعودي او د اسلامي هېوادونو سازمان: د افغان سولې راوستو کې همکاري کوو

0
سعودي عربستان او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ټينګښت په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی. 


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه پیغام کې وویل چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود او د دې هېواد د اسلامي اړیکو د سازمان مشر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ریاض ته د هغه د سفر پر مهال ډاډ ورکړ چې افغانانو ته د سولې په راوستو کې به همکاري وکړي.


ښاغلي هېواد زیاته کړه: "دوی دواړو د افغانستان د سولې له بهیره خپل کره ملاتړ اعلان کړ او د بهرنیو چارو وزیر ته یې ډاډ ورکړ چې د اسلامي نړۍ علماوو او د دیني- مذهبي بنسټونو له خوا به د افغانستان د سولې د ملاتړ په برخه کې هڅه وکړي." 


د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي فیصل ویلي چې ترورېزم او افراطیت ګډ ګواښ دی او له هغه سره مبارزه هم ګډ کار غواړي. 


ښاغلی اتمر او ورسره پلاوی د سې شنبې په ورځ د یوه درې ورځني سفر په مخه ریاض ته ورسېدل او پرون یې د سفر وروستۍ ورځ وه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса