Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د مسکو یوې محکمې د ناوالني د رسنیو مسووله په بند محکومه کړه

0
د مسکو یوې محکمې د روسیې د اپوزیسیون د بندیوان مشر الکسي ناوالني د رسنیو مسووله په نهه ورځې بند محکومه کړې ده. 


دې محکمې نن جمعه (د سلواغې ۳مه) په خپل یوه حکم کې کیرا یارمیش په غیرقانوني اعتراضونو کې چې اپوزیسیون د سبا لپاره پلان کړي دي، د خلکو په هڅولو تورنه کړه. 


یارمیش او د ناوالني یو شمېر نور ملګري پرون د جنوري په ۲۱مه ونیول شول. 


له بلې خوا اروپايي ټولنې د ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې. 


د اروپايي شورا مشر شارل میشل پرون پنجشنبې(د سلواغې ۲مه)  د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته په دې اړه وویل: "د ښاغلي ناوالني حقوقو ته باید پوره درناوی وشي. موږ پر روسیې غږ کوو چې نوموړی سمدستي خوشې کړي او د هغه د امنیت ډاډ ورکړي." 


ناوالني چې په زهري موادو له مسمومېدو وروسته په جرمني کې تر علاج لاندې و، په روانه اوونۍ کې مسکو ته د راستنېدو پر مهال ونیول شو. 


بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان- هیومن رایټس واچ له روسیې غوښتي دي چې د ناوالني پرضد غیر قانوني کمپاین بند کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса