Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

اروپايي ټولنه: روسیه دې الکسي ناوالني سمدستي خوشې کړي

0
اروپايي ټولنې د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.


ناوالني چې په زهري موادو له مسمومېدو وروسته په جرمني کې تر علاج لاندې و، په روانه اوونۍ کې مسکو ته د راستنېدو پر مهال ونیول شو.


د اروپايي شورا مشر شارل مېشل پرون پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته په دې اړه وویل: "د ښاغلي ناوالني حقوقو ته باید پوره درناوی وشي. موږ پر روسیې غږ کوو چې نوموړی سمدستي خوشې کړي او د هغه د امنیت ډاډ ورکړي."


بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان- هیومن رایټس واچ له روسیې غوښتي دي چې د ناوالني پر ضد غیر قانوني کمپاین بند کړي.


هیومن رایټس واچ نن جمعه (د سلواغې ۳مه) په یوه بیان کې وویل چې روسي چارواکو د شنبې په ورځ د پلان شوېو مظاهرو په درشل کې د ناوالني پلوي سیاسي فعالان او محصلان ځوروي، نیسي یې او وېروي یې.


په روسیه کې د پلان شوېو پراخو مظاهرو په درشل کې چارواکو د ناوالني ډېر ملګري نیولي او پر نورو یې فشار زیات کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса