Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

امریکا او اروپا کې د کرونا پرضد اقدامات چټک شوي

0
په امریکا او اروپا کې د کرونا د وبا پرضد اقدامات چټک شوي دي. په داسې حال کې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د کار په لومړۍ ورځ د دې وبا د مخنیوي لپاره یوه ملي ستراتیژي اعلان کړه، اروپايي مشرانو د دې ویروس د نویو بڼو پر ضد د مبارزې پر لارو چارو بحث وکړ. 


ښاغلي بایډن د خپل مخکیني اقدام په دوام پرون پنجشنبه (د سلواغې ۲مه) لس نوي فرمانونه لاسلیک کړل چې له مخې به یې د نورو اقداماتو ترڅنګ د یوې پالیسۍ د جوړولو لپاره د واکسین او ټېسټونو د تطبیق، د ماسک د جبري کولو او د تحلیلي معلوماتو د راټولولو سوکه بهیر چټک شي. 


په دې اقداماتو کې یو دا دی چې د نورو هېوادونو وګړي باید امریکا ته له تلو مخکې د کوویډ- ۱۹ منفي ټیسټ ولري. 


له بلې خوا د اروپايي ټولنې مشرانو په خپله پرونۍ انلاین سرمشریزه کې د هغو ګواښونو په اړه بحث وکړ چې د کرونا نوې بڼه یې پېښوي. 


د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا ون ډیرلاین له غونډې وروسته وویل، د اروپا وضعیت ډېر جدي دی.


مېرمن ون ډېرلاین زیاته کړه چې د کرونا نوې بڼې هغه اندېښنې لا زیاتې کړي چې پخوا تردې د کوویډ- ۱۹ د ناروغانو د لوړو شمېرو له کبله په اروپا کې وې. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса