Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

روسیه کې له خبرداري سره- سره مظاهره چیانو د ناوالني خوشې کېدل غوښتل

0
په روسیه کې نن شنبه (د سلواغې ۴مه) له سړې هوا او د پولیسو له خبرداري سره- سره د مظاهره چیانو پراخو ډلو د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.


ناوالني تېره اوونۍ په جرمني کې له درملنې وروسته د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو. 


لومړی لاریون په سایبریا او لېرې ختیځ کې پیل شو چې په خبروفسک، ولادي-ویستوک او نورو ښارونو کې هم په سلګونو کسان لارو سړکونو ته په مظاهره راووتل. 


د (OVD) په نوم یوه څارونکي ډله چې د پولیسو فعالیتونه څاري د لسګونو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چارواکو ځینې کسان د نیول کېدو پر وخت ډبول. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса