Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې ګوښه شو

0
د افغانستان حکومت د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې د لېرې کېدو اعلان وکړ.


د چارو ادارې په حواله، د ولسمشر د جلا حکمونو له مخې محمد خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.


د ښاغلي ارغندیوال د ګوښه کېدو علت د عوایدو ټولولو کموالی، په وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو په اړه له ټاکل شوي پلاوي سره نه همکاري، کمزوری مدیریت او ښې حکومتوالۍ ته نه ژمنتیا ښوول شوې ده.


د چارو ادارې په اعلامیه کې د نورو جزئیاتو له وړاندې کولو پرته بل دلیل دا ښوول شوی چې ښاغلي اغندیوال د جمهوري ریاست له حکمونو سرغړونه کوله.


عبدالهادي ارغندیوال چې د خپلې برطرفۍ په اړه یې لا څرګندونې نه دي کړي، د لیندۍ یا قوس میاشتې پر لومړۍ نېټه د ۲۰۵ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې له خوا د مالیې وزیر په توګه تایید شوی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса