Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

هلمند کې کروندګرو ته ۱۶۶ شنې خونې جوړې شوې

0
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وایي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهر سراج ولسوالیو کې کروندګرو ته ۱۶۶ شنې خونې جوړې شوې دي.


د کرنې رئیس زلمي الکو نن ازادي راډیو ته وویل چې په هلمند کې د کرکېلې لپاره د شنو خونو له جوړېدو سره سم د بزګرو کار غوړېدلی.


زلمی الکو وايي چې د شنو خونو په جوړېدو سره د سبو کرکېلې نوې بڼه خپله کړې چې بزګرانو هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.


نوموړی وايي، شنې خونې بزګرو ته ښه عاید لري.


دوى وايي، د شنو خونو په پراختيا سره کولای شي چې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيز توکي ورسوي.


د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса