Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

اکسفام: د خپرې شوې کرونا وبا له امله په نړۍ کې ١٠ کسان شتمن شوي

0
 


اکسفام چې په نړۍ کې له بېوزلۍ سره مبارزه کوي، وایي، د خپرې شوې کرونا وبا له برکته په نړۍ کې لس کسان دومره شتمن شوي چې پیسې یې د ټولې نړۍ وګړو ته د کوویډ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین له پېرلو هم زیاتې دي.  


دغې نړیوالې مرستندویه ټولنې په یوه راپور کې  چې نن یې خپور کړی، د ډېرو شتمن شویو کسانو په ډله کې د امازون د کمپنۍ مشرجیف بیزوس، د فیسبوک موسس مارک زاکربرګ او د تیسله کمپنۍ موسس ایلون مسک ښودلي چې د دغې وبا له برکته یې ټوله شتمني ۵۴۰ ملیارډ ډالره زیاته شوې ده.


اکسفام دغه راز ویلي، دا دومره شتمني ده چې د نړۍ وګړو ته د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ضد واکسین د برابرولو ترڅنګ دا مسله یقیني کولای شي، چې هیڅوک د دغې وبا له امله له بېوزلۍ سره مخامخ نه شي.


اکسفام اټکل کړی، چې په نړۍ کې د دغې وبا د خپرېدو په نتیجه کې د هغو کسانو چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي، نور پنځه سوه ميليونه ور اضافه شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса