Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

کابل کې د هدفي وژنو او چاودنو دوام؛ نن د "ایټالیا سفارت" پر یوه موټر چاودنه وشوه

0
په کابل کې د هدفي وژنو او چاودنو په دوام، د دوشنبې په سهار د ایټالیا سفارت اړوند یو موټر په نښه شوی.


د کابل امنیه قوماندانۍ دننه یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې د سفارت کارکوونکو ته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.


سرچینه په دې اړه ډېر جزییات نه‌ورکوي.


په کابل کې د ایټالیا سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز مني چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې په پروان دو سیمه کې چاودنه شوې.




ښاغلي فرامرز ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار اووه بجې او ۳۵ دقیقې د څلورمې ناحیې په پروان دو سیمه کې پر یوه لنډکروزر موټر چاودنه شوې. پېښه تلفات نه‌لري، خو مالي زیان‌یې اړولی دی."


په کابل کې مو د ایټالیا له سفارت سره هم اړیکه ونیوه، خو چا ځواب نه‌کړه.


دا په داسې حال کې چې نږدې دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د روسیې د سفارت اړوند هم یو موټر په نښه شوی و.


هغه مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت منلې وه چې د سړک غاړې د ماین چاودنې له کبله‌یې یو ډیپلومات ټپي شوی دی.


هدفي وژنې او تاوتریخوالی داسې مهال زور اخلي چې په قطر کې د افغانستان د اسلامي دولت مرکچي پلاوي او طالبانو له تېرو ۸ ورځو راهیسې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره هېڅ غونډه نه‌ده کړې.




د افغانستان اسلامي دولت مرکچي پلاوی د دې ځنډ پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان بیا وايي، تر اوسه‌یې د اجنډا د ترتیب او توحید په اړه خپلمنځي بحثونه روان دي.


په ورته په ورته وخت کې د افغانستان له مرکچي پلاوي سره په کتنه کې د محمدیه علماوو سازمان رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال یوسف کالا ویلي، د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر تر پوښتنې لاندې راولي.


د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، په دې کتنه کې ښاغلي کالا هیله ښودلې چې دواړه لوري به د اوربند په کولو سره سوله او امنیت تأمین کړي.




د دې وزارت ویانده ناجیه انوري زیاتوي: "د افغانستان د اسلامي جمهوري د مرکچي پلاوي رئیس معصوم ستانکزي د ښاغلي کالا د خبرو هرکلی وکړ او دوی رغنده رول‌یې د سولې په پروسه کې مهم وباله. ده وویل، اوربند او اغېزناک مذاکرات د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي لومړیتوب دی."


د سولې په خبرو کې ځنډ، د هدفي وژنو زياتېدل او د جګړې شدت داسې مهال سره یوځای روان دي چې تازه د افغانستان حکومت ویلي، طالبان د جګړې نوي فصل ته چمتووالي نیسي او د دوی امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د تیارسی په حال کې دي.


طالبان بیا وايي، د سولې خبرو دوام او بریا ته ژمن دي، خو که د سولې خبرو کې په هره بهانه ځنډ رامنځته کېږي، جګړه‌یې دوهمه لار ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса