Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

مظاهره چیانو سره د روسیې پر چلند او د افغانستان په اړه د بایډن اندېښنه

0
د امریکا ولسمشر جوبایډن په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني، د حکومت ضد اعتراضونو ځپلو او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر اندېښنه څرګنده کړه. 


جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د دوشنبې په ورځ وویل: "زما په اند موږ کولی شو چې د دواړو هېوادو د دوه اړخیزو هدفونو لپاره د نوي سټارټ پر تړون کار وکړو، روسیې ته روښانه کړو چې موږ د دوی د چلند په خاطر، که د ناوالني په اړه وي، یا هم په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعامونو ورکړه وي، ډېر اندیښمن یوو." 


نیویارک ټایمز تېر کال راپور ورکړی و چې په ۲۰۱۹کال کې د روسیې استخباراتو طالبانو ته پټې پیسې ورکړي دي چې په افغانستان کې امریکایي او ایتلافي سرتیري ووژني. روسیې دا راپور رد کړی دی. 


په روسیه کې د حکومت ضد اعتراضونه وروسته تر هغه پیل شول چې د اپوزسیون مشر ناوالني یوه اوونۍ مخکې له جرمني د راستنېدو پر مهال په مسکو کې ونیول شو. 


ناوالني تر مسمومېدو وروسته جرمني ته د درملنې لپاره تللی و. 


د یکشنبې په ورځ د مظاهرو په مهال تر درې زره اووه سوه ډېر کسان ونیول شول. 


اروپایي ټولنې هم په روسیه کې د مظاهره چیانو ځپل غندلي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса