Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

نظر پوښتنه: ځینې خلک د اقلیم بدلېدل نړیوال ګواښ ګڼي

0
د ځمکې د تودېدو په اړه تراوسه تر ټولو د پراخې نظرپوښتنې له مخې له درېیو دوه برخې خلک په نړۍ کې د اقلیم بدلېدو ته د یوه نړیوال ګواښ په سترګه ګوري. 


د دې سروې له مخې چې د سې شنبې (د سلواغې ۷مه) په ورځ خپره شوه، د ځنګلونو او ځمکې ساتل تر ټولو غوره لاره ده چې د هوا د تودېدو مخه ورسره ونیول شي. 


د پنځوسو هغو هېوادونو چې د نړۍ نیم نفوس په کې ژوند کوي، یو اعشاریه دوه ویشت میلیونه کسانو په دې نظر پوښتنې کې برخه واخېسته. 


د اقلیم په اړه د خلکو رایې په نوم په دې نظرپوښتنه کې چې د ملګرو ملتونو او اکسفورډ پوهنتون له لوري تنظیم شوې وه، پوښتنې یې تېرکال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو کې د ټیلیفون د یوه اپلېکېشن لارې خپاره شوي وو. 


په دې سروې کې د بېلابېلو طبقو او بېلابېلو تعلیمي سوییو خلکو برخه واخېسته، خو د نیمایي برخه والو عمرونه یې له څوارلسو تر اتلسو کلونو وو. 


د اکسفورډ په پوهنتون کې د ټولنپوهنې د برخې استاد سټیفان فیشر وایي، د ځمکې د اقلیم وضعیت تر هغه ډېر اضطراري دی چې مخکې یې په اړه څه ویل کېدل. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса