Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د پیرو ۱۶ میلیونه خلک د دوو اونیو په مخه ټولبند پیلوي

0
د پیرو مؤقت ولسمشر وویل، د پیرو ۱۶ میلیونه خلک به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جنوري په پای کې د دوو اونیو په مخه ټولبند پیل کړي.  


د جنوبي امریکا په دغه هېواد کې چې دوه دېرش میلیونه خلک ژوند کوي یوازې پنځه سوه بیړني بسترونه شته. 


د پیرو مؤقت ولسمشر فرانسېسکو شیګاستي د سې شنبې(د سلواغې ۷مه) په ورځ په ټلوېزیوني وینا کې وویل، ټولبند به په پیرو کې د جنوري له یو دیرشمې پیل شي او د فبروري تر څوارلسمې به دوام وکړي. 


په دې ټولبند کې به د خوراکي موادو دوکانونه، درملتونونه او بانکونه پرانیستي وي او نور ځایونه به د کلیساوو په ګډون بند وي. 


په پیرو کې د کرونا ویروس ورځني تلفات له شااوخوا زرو څه باندې پنځه زرو ته رسیدلي دي. 


په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ټول تلفات تر سې شنبې پورې څه باندې څلویشت زرو ته رسېده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса