Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

چارواکي: په بغلان کې ۱۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
د بغلان امنیه قوماندان په دې ولایت کې ۱۳ طالب وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.


جنرال ویس احمد صميمي آزادۍ راډیو ته وویل، افغان دفاعي امنیتي ځواکونو دا وسله وال پرون- پنجشنبې پلخمري ښار ته نژدې په نښه کړل. 


هغه وویل: "په بغلان کې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت د فعالیت په نتیجه کې دښمن ته درې ضربې ورکړل شوې چې په نتیجه کې یې اوه وسله وال وژل شوي او شپږ ټپیان دي. په مړو او ټپیانو کې د دوی سرګروپان هم شامل دي." 


طالبانو تراوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.


د افغانستان د جګړې ښکېل اړخونه تل یوبل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса