Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو اندېښنې او د یو شمېر هېوادونو نوي محدودیتونه

0
د کرونا ویروس د درېیو نوېو موندل شوېو بڼو د خپرېدو له کبله په ټوله نړۍ کې اندېښنې په زیاتېدو دي. کاناډا، برېتانیا،فرانسه، جرمني، پرتګال او چک جمهوریت د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د دې نوې څپې د مخنیوي لپاره یې پر نړیوالو سفرونو تازه محدودیتونه لګولي دي. 


په اروپا کې چې هسې هم محدودیتونه لګېدلي، حکومتونه د لا سختو بندیزونو د لګولو په برخه کې اقدامات کوي ځکه د کرونا د نوېو بڼو موندل ښيي چې دا ویروس په چټکۍ سره د نړۍ ډېرو هېوادونو ته رسېدلی دی. 




په برېتانیا، برازیل او جنوبي افریقا کې د کرونا د نوېو بڼو موندلو دا اندېښنې زیاتې کړي دي چې ښايي دا وبا تر دې هم خطرناکه شوي وي. 



فرانسه


فرانسه وايي، خپلې پولې سر له سبا د غیر اروپايي هېوادونو د وګړو پرمخ بندوي.


د فرانسې صدراعظم ژان کاستیکس دا اقدامات پرون د جنوري په ۲۹مه د روغتیايي امنیت له بېړنۍ غونډې وروسته اعلان کړل. هغه د کرونا نویې بڼې ډېرې خطرناکې وبللې. 



بریتانیا


بریتانیا وویل چې متحده عربي امارات، بروندي او رواندا د هغو هېوادونو په فهرست کې شاملوي چې هغوی ته تګ راتګ ممنوع دی او جرمني به سر له نننه بریتانیا، ایرلېنډ، پرتګال، برازیل او جنوبي افریقا ته چې د کرونا نوې بڼې سخت ځپلي دي، پر تګ راتګ بندیز ولګوي. 



چک جمهوریت


چک جمهوریت هم د بهرنیو وګړو لپاره پر غیر ضروري سفرونو بندیز لګولي. 




روغتیايي چارواکي د کرونا د نوې څپې په اړه خبرداری ورکوي او پوښتنه کوي چې ایا د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد جوړ شوی واکسین به خلکو ته په تېره په برازیل او جنوبي افریقا کې د دې ویروس د موندل شوېو بڼو پر وړاندې لازم معافیت ورکړي او که نه؟ 




په امریکا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي مسوول ډاکټر انتوني فاوچي پرون د جنوري په ۲۹مه په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د کرونا د نوېو بڼو د چټک سرایت معنا دا ده چې د واکسین جوړولو کمپنۍ د روغتیايي بحران له راتلو ته کېدو مخکې باید د نوي واکسین جوړولو ته چمتو وي. 


فاوچي وویل، دا حالت ټولې نړۍ ته د خبردارۍ یو زنګ دی او زیاته یې کړه چې د کرونا په جوړښت کې د نورو بدلونونو له راتلو مخکې خلکو ته ژر تر ژره د دې ویروس پر ضد واکسین ورکول ډېر ضروري دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса