Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

هرات کې د تکواندو ورزشي سیالۍ پای ته ورسیدې

0
په هرات ولایت کې د تکواندو ورزشي سیالۍ نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) پای ته ورسیدې.


د دغه ولایت د ورزش ادارې فني او مسلکي مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل، د هرات د تکواندو دغه سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې وې، نن سهار پای ته ورسېدې.


ښاغلی ضیا وایي، د تکواندو په یادو سیالیو کې له ٢٥ کلپونو ٧٠ لوبغاړو ګډون کړی وو چې په پای کې استقلال رزم کلپ په ٧٧ نمرو لومړی مقام او جومونګ کوندو کلپ په ۴۴ امتیازونو دوهم مقام خپل کړ.


همدارنګه انسجام کلپ په ٢٣ امتیازاتو درېیم ځای خپل کړی.


د ښاغلي ضیا په خبره د دې سیالیو د جوړولو هدف ولايتي سياليو سياليو ته د غوره لوبغاړو انتخاب و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса