Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

ایراني چارواکو یو بلوڅ وګړی اعدام کړ

0
ایراني چارواکو نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) یو بلوڅ وګړی چې د ایران د امنیتي ځواکونو په وژنه محکوم شوی و، اعدام کړ. 


دا اعدام په داسې حال کې عملي شو چې ملګرو ملتونو د دې او نورو اعدامونو د بندولو غوښتنه کړې وه. 


د ایران د قضایيه قوې رسمي وېب سایټ راپور ورکړی چې جاوېد دهقان په سیستان بلوچستان ولایت کې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د دوو غړو د پنځو کلونو مخکې د وژنې په تور اعدام شو.  


په وېب سایټ کې اعدام شوی کس د جېش العدل په نوم د یوې سُني افراطي ډلې رهبر بلل شوی دی. 


د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د جمعې په ورځ له ایرانه غوښتنه کړې وه چې د دهقان د قریب الوقوع اعدام مخه ونیسي او د مرګ د نورو سزاګانو قضیې د بشري حقونو له قوانینو سره سمې وارزوي.  


په جنیوا کې دېره دغې کمېشنرۍ ویلي، دوی د ډسمبر له نیمايي په ایران کې لږ تر لږه د ۲۸ اعدامونو لړۍ غندي چې په اعدام شوېو کې د اقلیت ډلو غړي هم شامل وو.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса