Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

پاکستان کې به د کرونا د واکسین لړۍ پیل شي

0
په پاکستان کې به له دوشنبې ورځې د کرونا واکسین لګولو لړۍ پیل شي. 


دا ژمنه د پاکستان د صدراعظم د روغتیايي چارو سلاکار ډاکټر فیصل سلطان ورکړې. 


هغه په یوه ناسته کې ویلي و چې د ساینو فارم او کېنساینو کمپنیو سره خبرې شوي او لومړی به د ساینو واکسین پنځه لکه ډوزه ترلاسه او تطبیق به یې پيل شي. 


د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې حکومت د دې واکسینونو د انتقال لپاره یکشنبه بېجینګ ته ځانګړې الوتکې هم استولي دي.  


پاکستان داسې وخت واکسین پیلوي چې کرونا ویروس په دغه هېواد کې له ټول ټال نږدې پنځه نیم لکه په کرونا اخته ناروغانو څه باندې ۱۱ زره او شپږ نیم سوه کسان مړه کړي.  


د ټولۍ نړۍ د کرونا د مثبتو قضیو شمېر ۱۰۳ میلیونو ته رسیدلی چې له ډلې یې څه باندې دوه میلیونه او دوه لکه کسان مړه شوي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса