Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

اتل قول اردو: افغان هوایي ځواکونو کندهار کې ۳۶ وسله‌وال طالبان ووژل

0
د افغانستان پوځي چارواکي ادعا کوي چې افغان هوایي ځواکونو په کندهار کې په یوه هوايي برید سره ۳۶ وسله‌وال طالبان وژلي دي. 


د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي په دې اړه ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې وویل: "تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ په «کوهک»، «جوی لاهور» او«دشت بولان» سیمو کې پر دفاعي او امنیتي ځواکونو د برید په موخه راټول شوي وو. دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ډله ترهګر په نښه کړل چې په پایله کې ۳۶ طالبان ووژل شول، ۵ تنه ټپیان شول، د دښمن یو ۸۲ توپ، ۱ موټر، وسلې او مهمات له‌منځه یوړل شول" 


وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د افغان پوځ د دې ادعا او وراوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса