Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

د وردګو پېښه؛ ملي امنیت شورا: ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې د پلاوي سفر هم ځنډېدلی

0
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ومنله چې د میدان وردګ ولایت د بهسودو په لومړۍ حصه کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده - هغه موضوع چې د سيمې اوسيدونکي يې پرې اندېښنه ښوولې. 


دې دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، پېښه د امنیتي سرتېرو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ شوې او یو شمېر ملکیانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې.


خو د ملي امنیت شورا په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه خپله خپره کړې اعلامیه له څو دقیقو وروسته، بېرته لېرې کړه.




په اعلامیه کې دا یادونه هم شوې وه چې د دې پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته د ګمارل شوي پلاوي سفر هم د خرابې هوا له کبله ځنډېدلی دی، خو په کې راغلي وه چې د هوا په ښه کېدو سره به یاد ولایت ته ولاړ شي.


په اعلامیه کې دا هم راغلي وه چې د ګمارل شوي پلاوي مشري د ملي امنیت شورا مرستیال عبادالله عباد ته سپارل شوې او نور پلاوي کې د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال، د ملي امنیت ریاست مرستیال، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معینیت رئیس ارکان، د میدان وردګو د ولایتي شورا درې غړي او یو شمېر نور قومي مخور شامل دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون ملکيانو ته د مرګ‌ژوبلې مسوولیت د علي‌پور اړوند پر غیر مسوولو وسله‌والو واچاوه او زیاته یې کړه، امنیتي ځواکونو د بهسودو په لومړۍ حصه کې نظامي تاسیسات جوړول، خو غیر مسوولو وسله‌والو پرې ډزې وکړې او ملکیانو ته یې هم مرګ‌ژوبله واړوله - هغه ادعا چې د سيمي اوسيدونکو له خوا بې بنسټه بلل شوی. 


د کورنیو چارو وزارت وايي، دې پېښه کې ۷ امنیتي سرتېري او ۵ ملکیان ټپیان شوي او ۹ تنه غیر مسوول وسله‌وال وژل شوي دي، خو په پېښه کې ټپیان او علي‌پور ته نږدې کسان دا خبره نه مني.


جواد چې دې پېښه کې ټپي شوی او د بامیان روغتون ته لېږدول شوی، ازادي راډیو يې ته وویل: "موږ لاریون کوونکو د دې لپاره ګډون کړی وو چې ویل کېده، حکومت غواړي علي‌پور ونیسي، خپله ما علي‌پور سیمه کې و نه لېد او نه یې هم وسله‌وال وو، ملکیانو سره هم وسلې نه وې، حکومت پر خلکو ډزې کولې."




خو ويل کېږي په سیمه کې اوس وضعیت عادی شوی دی.


د میدان وردګ والي عبدالرحمان طارق وايي، له نښتې وروسته افغان ځواکونو وضعیت کابو کړی: "اوس په دواړو ولسوالیو کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. "


په ولسي جرګه کې د میدان وردګ استازي محمد مهدي راسخ هم ازادي راډیو سره خبرو کې د سیمې وضعیت نورمال وباله، خو زیاته یې کړه چې لا هم ۴۰ ملکیان امنيتي ځواکونو ګروکان نیولي.




ښاغلي راسخ زیاته کړه: "هغه سيمو کې امنیتي ځواکونه دي، خلک تګ‌ راتګ نه کوي. همدا ډول نږدې ۴۰ تنه ملکیان له امنيتي ځواکونو سره ګروکان دي."


د کورنیو چارو وزارت بیا د ملکیانو د نيونې په اړه څه نه وایي، خو د میدان وردګ والي سیمې ته د قوې د لېږد موخه، د نوېو امنیه قوماندانو معرفي او د امنیتي ځواکونو لپاره د تجهیزاتو لېږل بولي.


د افغانستان حکومت علي‌پور چې دې پېښه کې په لاس لرلو تورن دی، د غیر مسوولو وسله‌والو په درلودو، پر امنیتي ځواکونو د برید او پر باج اخېستنې تورنوي، خو پلویان یې بیا هغه د خلکو د ساتنې او حقونو د ګټلو مبارز بولي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса