Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

بلخ کې اعتراض کوونکو د برمته شوي ماشوم خوشې کېدل وغوښتل

0
په بلخ کې ترکمنانو نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) یو ځل بیا د یو ۹ کلن برتمه شوي ماشوم د خلاصېدو لپاره د بلخ والي دفتر مخې ته مظاهره وکړه. 


د دغې مظاهرې یوه تنظیموونکي محمد کمال ګونش ازادي راډیو ته وويل، سره له دې چې له ۱۵ ورځو راهیسې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د تښتول شوي عبدالروف د قضیې د څېړو مسئولیت په غاړه اخېستی، خو تر دې دمه دغه قضیه کې هېڅ ډول پرمختک نه دی راغلی. 




مظاهره چیانو د پراخو لاریونونو ګواښ وکړ، له ډلې یې کمال ګونش وايي: "موږ د ولسمشر د مرستیال د حسن نیت په پاس یوه بله اوونۍ هم صبر کوو، څو عبدالروف خوشې شي او که خوشې نه شو، په نهو شمالي ولایتونو کې به د پراخو لاریونونو په ترڅ کې سړکونو ته راووځو او لارې به بندې کړو." 


په همدې حال کې د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي نن یکشنبه رسنیو ته په یوه خبري ناسته کې وويل چې د دغه تښتول شوي ماشوم خوشې کېدو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.


دی وايي، هغه انسان تښتونکی یو پیاوړی ټیم لري او تر دې دمه د هغوی د ځای د تثبیت لپاره کابو شل عملیاتونه بې پایلې شوي. 




ده زیاته کړه: "موږ بې شمېره عملیاتونه ترسره کړل چې انسان تښتوونکو له اطلاع وروسته دا سیمې پرېښې وې. خو هڅه مو دا ده چې دا عملیات بریالي او عبدالروف ازاد شي." 


د بلخ والي وویل چې دا عملیات د دولت تر کنټرول لاندې سیمو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ولسوالیو کې ترسره شوي. 


هغه وايي چې د دغه تښتول شوي ۹ کلن ترکمن ماشوم د اختطاف په تور ځیني دولتي مامورینو هم تر پوښتنو لاندې راغلي. 


ښاغلي عظیمي زیات کړې چې تر دې دمه د عبدالروف د برتمه کېدو په پېښه کې د لاس لرلو په تور له ۲۰ زیات کسان نیول شوي او په زندان کې دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса