Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2021

پلاوی: که طالبان فکر کوي چې افغان پلاوی به مېز پرېږدي، دا پر ځان نه پرېږدو

0
د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي، دوحې ته د طالبانو د پلاوېو د ورستنېدو په تمه دي څو خبرې بېرته پيل شي. 


د دې مرکچي پلاوي درېیو غړیو شریفې زرمتۍ، غلام فاروق مجروح او محمد رسول طالب نن له دوحې نه افغان خبریالانو ته د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکول. 


اغلې زرمتۍ وویل، افغان پلاوی هر وخت د خبرو لپاره چمتو دی، خو دا طالبان دي چې د خبرو د ځنډ لامل شوي: "که طالبان په دې فکر کې وي چې د افغانستان مذاکراتي پلاوی به  ستړی او بې حوصلې کړي او دوی به د مذاکرې مېز پرېږدي او افغانستان ته به ځي. دا خبره هېڅکله موږ پر ځان نه پرېږدو." 




د مرکچي ټیم بل غړي محمد رسول طالب هم وویل چې د طالبانو ډله د سولې زړه نه لري او خبرې او عمل یې سره توپير لري. 


د طالبانو لږ تر لږه دوو پلاوېو په دې وروستیو ورځو کې روسیې او ایران ته سفرونه کړي. 


افغان حکومت او طالبانو د جنورۍ په لومړیو کې ابتدايي ناستې کړي، خو تر هغه را وروسته یې بیا سره نه دي کتلي. 


طالبانو تازه د افغان ټیم د نننیو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса