Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ متحده عربي اماراتو ته ورسېد

0
د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ پرون د لیندۍ په ۲۱مه نېټه متحده عربي اماراتو ته ورسېد.


بېنېټ د اسرائیلو د تاریخ لومړنی صدراعظم دی چې اماراتو ته په رسمي سفر ځي.


بېنېټ وروسته له هغه ابوظبي ته سفر کوي چې د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب رسمي اړیکې ټینګې شوې.


د اسرائیل صدراعظم ته د تشریفاتو ګارډ له‌خوا هرکلی وویل شو او د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله بن زاید النهیان‌یې مخې ته ورغلی و.


ښاغلي بېنېټ وویل، اسرائیل له اماراتو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا غواړي.


اسرائیل او متحده عربي اماراتو له اوږدې مودې راهیسې په امنیتي برخه کې پټه همکاري کوله، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ابراهیم د تړون په اساس رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې ټینګې شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса