Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 22.12.2021

په افغانستان کې له 'سلګونه بنسټونو' جوړ یوې مدني ټولنې د موجودیت اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

د 'افغانستان د مدني ټولنو ګډې کاري شبکې' د موجودیت اعلان وکړ. د دغې شبکې غړي یې د جوړولو هدف د مدني ټولنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او له افغانستان سره له بشري مرستو څارنه بولي. د افغانستان د عدالت غوښتنې بنسټ مشر او د دغې نوې جوړې شوې شبکې غړي محمد ادریس همت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دغې شبکې د جوړولو بنسټیز هدف په افغانستان کې د مدني ټولنو انسجام، د نړیوالو مرستو راټولول، د افغان مدني ټولنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږي او له مرستو څارنه ده او موږ غواړو چې نړیواله ټولنه د افغانستان... Читать дальше...

خوست کې د زده کوونکو د فراغت غونډې شوي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د لوړو زده کړو له انسټېټیوټونو او ښوونځیو څخه د نجونو او هلکانو د فارغېدو لمانځغونډې روانې دي. فعالان او فرهنګپالان وايي، زده کړو ته د خلکو هڅونې لپاره دا ډول غونډې ګټورې دي. دوی ټینګار کوي چې د نجونو او هلکانو زده کړو لپاره باید مناسب شرایط برابر شي. ویډیويي رپورټ.

خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو او د نتیجو صورتحال

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په خيبر پښتونخوا کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدياتي انتخاباتو لومړي پړاو غيرحتمي او غير سرکاري نتيجو موضوع څېړلې ده. له غير سرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي. واکمن تحريک انصاف ګوند پر دویم نمبر او پر درېیم نمبر عوامي نيشنل ګوند راغلی دی. عوامي نيشنل ګوند له تېرو څو کلونو راهيسې په اپوزېشن کې دی خو دا ځل په بلدياتي انتخاباتو کې یې زياتې څوکۍ ترلاسه نه کړای شوې. په بحث کې د عوامي نيشنل ګوند صوبايي سيکرټر سردار حسین بابک،... Читать дальше...

د اسرائیل صدراعظم د ایران د اټمي تړون اړوند مذاکرو سره بيا مخالفت وکړ

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنېټ د ایران د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون د بیا احیا لپاره له مذاکرو سره د خپل هېواد مخالفت بیا تکرار کړ. هغه د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار، جک سولیوان سره د کتنې پر مهال په دې اړه خپل مخالفت څرګند کړ. بېنېټ سولیوان ته وویل چې امریکا او اسرائیل په بېلابېلو امنیتي مسایلو کې په حساس پړاو کې دي او باید یوه ګډه تګلاره رامنځته کړي. سولیوان په داسې حال کې اسرائیل ته سفر کوي چې راپورونه وايي د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د اټمي تړون د بیا احیا لپاره د مرکچیانو مذاکرې پڅې روانې دي. Читать дальше...

د قزاقستان یوې محکمې د دوو روسي وګړو په ګډون ۱۳ کسان په زندان محکوم کړل

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان په چیمکند ښار کې یوې محکمې د دوو روسي وګړو په ګډون ۱۳ کسان د انساني قاچاق د قضیې په تړاو په زندان محکوم کړل. د محکمې قاضي پرون دغه ۱۳ کسان چې ۹ تنه ښځې هم په‌کې شاملې وې، له ۱۵ میاشتو تر ۱۴ کلونو په بند محکوم کړل. دا اقدام وروسته تر دې کېږي چې دغه کسان ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰م کلونو پر مهال بحرین ته د قزاقستان د لسګونو ښځو په قاچاق کې د لاس لرلو او د دې قاچاق د تنظیم په تور مجرم وپېژندل شول. ویل شوي چې دغه ښځې په بحرین کې بدلمنۍ ته مجبوره کېدلې. د دغو کسانو محاکمه په مې میاشت کې د تړلو دروازو تر شا پیل شوې وه.

اسلام اباد های کورټ: حکومت دې د ورکو کسانو موندلو په اړه تګلاره روښانه کړي

Mashaalradio.com 

د ورکو کسانو د مقدمو څېړنو سرکاري کمېشن روان کال وویل چې تر اوسه یې ۸،۱۲۱ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه ۳،۰۸۸ کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. کمېشن وايي، د زرګونه نورو کسانو د قضیو بشپړولو او هواري هڅې هم کوي.

د یلدا شپه څنګه او ولې لمانځل کېږي؟

Mashaalradio.com 

د افغانستان، مرکزي اسیا، عراق او ايران ځيني خلک یلدا د کال تر ټولو اوږده شپه بولي. دوی د ډېسېمبرد ۲۱مې پر شپه سینګار کوي، خپلې کلتوري جامې اغوندې او له نڅا او موسیقي خوند اخلي. په کوردستان کې هم خلکو د یلدا شپه ولمانځله. په دې اړه نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.



ابومسلم لوبډلې په فراه کې د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

ابومسلم لوبډلې په فراه کې د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله. د بدني روزنې او ورزش ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دې سیالیو په پایلوبه کې ابومسلم او بختور لوبډلې سره مخامخ شوې چې ابومسلم لوبډلې وکولای شو، دوه د صفر پر وړاندې خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي او د سیالیو اتله لوبډله شي. د دې لوبو د جوړولو هدف د فوټبال وده او د ولایتونو ترمنځ د سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو انتخابول ښودل شوي دي. په فراه کې د فوټبال دا لوبې چې دوه اوونۍ مخکې د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شوې، نن سهار پای ته ورسېدې.

د کابل فوټسال الف غوره لیګ د سیالیو په دویمه اوونۍ کې ۴ لوبې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د کابل فوټسال الف غوره لیګ د سیالیو په دوهمه اوونۍ کې نن بیا څلور لوبې وشوې. په لومړۍ لوبه کې ورزش افغانستان لوبډلې پامیر لوبډلې ته ۸ ـ ۱ ماته ورکړه. په دوهمه لوبه کې بیا علامه لوبډلې مشعل لوبډلې ته ماته ورکړه، علامه لوبډلې ۸ ګولونه ووهل، خو د مشعل لوبغاړي د ګول په وهلو بریالي نه شول. په درېیمه لوبه کې جوانان مهین لوبډلې د شهید پناه لوبډلې ته ۸- ۲ ماتې ورکړه او وروستۍ لوبه د سجاد فلز او ستاره ها ترمنځ د دواړو لوبډلو تر منځ ۲ ـ ۲ مساوي پای ته ورسېده. دغه لوبې هره ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې ترسره کېږي.

اسټرالیايي کرکټ لوبغاړی لبوشاني په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ  

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا لوبغاړي مارنوس لبوشانې د ټېسټ کرکټ په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.   مارنوس په جنوبي افریقا کې زېږېدلی، خو اوس د اسټرالیا لپاره لوبېږي. نوموړي  په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپله لومړنۍ نړیواله ټېست لوبه د پاکستان پر وړاندې وکړه چې تردې دمه یې شل ټېست لوبې کړي دي او د نورو لوبغاړو پرتله یې په کم وخت کې ځان د ټېسټ کرکټ په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورساوه.   د اسټرالیا لوبډله یوازېنۍ لوبډله ده چې د ټېسټ کرکټ د درجه بندۍ په لسو غوره لوبغاړو کې یې څلور لوبغاړي مارنوس لبوشانې، سټېون سمېټ، ډېوېډ وارنر او ټروېس هېډ شامل دي.

افغانستان کې د ترکي ځواکونو افغان کار کوونکي: ترکان مو مالي حقوق نه راکوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ترکیې سفارت مخته راټول شوي اعتراض کوونکي وايي، ترکان یې مالي حقوق نه ورکوي. دوی چې شمېر یې نږدې ۷۰ تنو ته رسیږې وایي، له لسو زیاتو کلونو راهیسې یې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې له ترکانو سره کار کړی، خو اوس یې تقاعد او نور مالي حقوق نه ورکول کیږي. د دوی له ډلې یو تن چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، له تېرو څلورو ورځو راهیسې په کابل کې د ترکیې سفارت مخته راځي، خو د سفارت کار کوونکي یې غوښتنه نه اوري. دی وایي: "موږ نږدې اویا کسان دلته راټول شوي... Читать дальше...

بلغاریا: اړتیا نشته چې د ناټو سرتیري بلغاریا کې ځای پر ځای شي

Pa.azadiradio.com 

د بلغاریا دفاع وزیر سټیفن یانیف وایي، اړتیا نه شته چې د اوکراین پولې څېرمه د روسیې د پوځي استحکاماتو په ځواب کې د ناټو سرتېري په بلغاریا کې ځای پر ځای شي. یانیف په خپل فېسبوک کې لیکلي چې د ځواکونو د ځای پرځای کولو پرېکړه، د ناټو د متحدانو او د بلغاریا له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي. د بلغاریا دفاع وزیر هغه راپورونه تائید کړل چې په بلغاریا او رومانیا کې د اضافي ځواکونو د ځای پرځای کولو ترڅنګ د ځوابي اقدام لپاره له ناټو سره پر بېلابېلو انتخابونو بحث روان دی. په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ګډون... Читать дальше...

ځینې غزني مېشتي: خصوصي پوهنتونونه ډېری 'خیالي' او 'پراشوټي' محصلان فارغوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ځای کې ډېری محصلان له خصوصي پوهنتونونو څخه هوايي فارغېږي.  دوی وايي، دلته ډېری پوهنتونونه د پیسو ګټلو په موخه خلکو ته هوايي تحصیلي اسناد جوړوي چې دغه فارغانو کې ان د طب پوهنځي محصلان هم دي چې وروسته په هېواد کې د خلکو له ژوند سره لوبې کوي، ژورنالېزم، اقتصاد، زراعت، شراعیات او داسې نور پوهنځي خو بې شمېره فارغان لري.  د غزني ښار اړوند پښتون اباد سیمې شاوخوا دیرش کلن ځوان چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي،  دوه کاله وړاندې د غزني ښار د یو خصوصي پوهنتون له سیاسي... Читать дальше...

د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې یو قومي مشر د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.   یوې باورې سیمه ییزې سرچینې نن چهارشنبه د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ښایسته محمد طوطاخېل په نوم دغه قومي مشر تېره شپه د کندز د چهاردرې ولسوالۍ پُل ساحې ته څېرمه د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوی دی.   د دغه قومي مشر خپلوان وايي چې دوی له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او د دې قتل انګېزه معلومه نه ده.  د کندز سیمه ییز چارواکي دغه پېښه تايیدوي او زیاتوي چې اړوندو امنیتي ارګانونو په دې تړاو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

د سعودي عربستان یوه بنسټ سري میاشتې ته ۱۹۷ ټنه خوراکي توکي لېږلي

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا د ۱۹۷ ټنه خوراکي او نورو توکو مرسته ورسره شوې ده. د دې ادارې ویاند نوراغا صاحب زاده نن چهارشنبه (د مرغومې په ۱ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې مرسته کې وریجې، لوبیا، غوړي او همدا ډول نور توکي لکه کمپلې، خیمې او د اړتیا وړ مواد شامل دي. ښاغلی صاحبزاده وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا د ملک سلمان بنسټ له خوا لومړنۍ مرسته ده چې د افغاني سرې میاشتې له ټولنې سره کېږي. نوراغا صاحب زاده زیاتوي، د کابل په ګډون... Читать дальше...

له جاپان وروسته کاناډا هم افغانستان سره ۵۶ میلیونه ډالره بېړنۍ بشري مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې افغانان د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د خوراکي توکو د کمښت له امله له یوه بد بشري ناورین سره مخ دي، کاناډا اعلان کړی چې له دې هېواد سره ۵۶ میلیونه ډالره بېړنۍ بشري مرسته کوي.  دا پیسې د سره صلیب له لارې په افغانستان کې اړمنو ته د خوراکي توکو، بېړنیو خوراکي مرستو او د ساتندویه لوژسټیکي موادو په برابرولو مصرفېږي.  د کاناډا حکومت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په افغانستان کې د روان بشري ناورین په اړه اندېښنه لري او پوهېږي چې میلیونونه انسانان په دې هېواد کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. Читать дальше...

نصرالله زېری وايي د بلوچستان تر ټولو لویه مسله وچکالي ده

Mashaalradio.com 

نصرالله زېری مو دا ځل په مشال مرکه خپرونه کې مېلمه دی. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د بلوچستان اسمبلۍ غړی دی. زېری دوه ځلې د هغې صوبايي اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی او وايي، هلته یې د پښتنو او بلوڅانو د حقونو لپاره غږ پورته کړی او په دې خاطر یې د پخواني اعلاوزیر جام کمال خان پروړاندې د عدم اعتماد په تحریک کې د اپوزیشن مرسته کړې وه چې په حلقو کې پرمختیايي چارې درېدلې وې. پخواني اعلاوزیر په بیا بیا ویلي ول چې حکومت یې له پلان سره سم پرمختیايي کارونه کوي. زېری وايي، د بلوچستان تر ټولو لویه مسله اوږدمهالې وچکالي ده. Читать дальше...

Новости России
Москва

Пресс-релиз | CRYPTONIUM | Новая экосистема для заработка на криптовалюте | Арбитраж | Трейдинг | Обучение


خوست کې له اته زره بېوزله کورنيو سره د مرستو بهير پيل شوی

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست ولايت کې د خوړو د نړيوالې ادارې (ډبليو اېف پي) لخوا له ۸،۰۰۰ بېوزله او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو بهیر پیل شوی دی. مسوولین وايي، د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د بېوزلو او محتاجو کورنیو په انتخاب کې له پوره دقته کار اخیستل شوی او هڅه شوې ده چې د غیر مستحقو خلکو مخه ونیول شي. د مشال راډيو خبريال نجیب الله الوخېل يې په اړه ويډیويي راپور لري.

کرونا ویروس امریکا کې د نفوس وده را ټېټه کړې

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس وبا په لومړي کال د امریکا د نفوس وده له کلونو وروسته په لومړي ځل ټیټه شوه. د متحدو ایالاتونو د احصایې ادارې پرون سې شنبه(د لېندۍ ۳۰مه) وویل، د کډوالو د شمېر د کمېدو، د اومیندوارۍ د ځنډېدو او په کرونا ویروس د سلګونو زره کسانو د مړینو له کبله د امریکا د نفوس وده د ۲۰۲۰ د جولای او د ۲۰۲۱ کال د جولای ترمنځ د ور تېرو کلونو پرتله ټکنۍ شوې ده. د دې ادارې پر اساس، په یاده موده کې د امریکا نفوس یوازې ۳ لکه ۹۲ زره ۶۶۵ تنه یعنې یو فیصد زیات شوی چې ورسره د متحدو ایالاتونو نفوس ۳ سوه ۳۱ میلیونه او ۸ لکو ته رسېدلی دی.

اسټرازنیکا اکسفورډ پوهنتون سره په ګډه د اومېکرون ضد واکسین جوړوي

Pa.azadiradio.com 

اسټرازینیکا درمل جوړوونکې کمپنۍ وايي، له اکسفورډ پوهنتون سره کار کوي چې د کرونا د اومېکرون بڼې پرضد واکسین جوړ کړي.  دې کمپنۍ په یوه بیان کې، چې پرون سې شنبې یې خپور کړ، ویلي: 'له اکسفورډ سره په ګډه مو د اومېکرون بڼې پرضد د واکسین جوړولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي."  فایزر او بایو این ټیک او همدا راز موډرنا واکسین جوړوونکو شرکتونو هم ویلي چې د کرونا د اومېکرون بڼې لپاره د ځانګړي واکسین پر جوړولو کار کوي.  موډرنا ویلي چې هیله لري، د اومېکرون پرضد د واکسین کلینیکي ازمښت د را روان ۲۰۲۲ په لومړیو کې پیل کړي. Читать дальше...

د بشري حقونو ټولنه: خالد فریدوني انفرادي کوټه قلفۍ ته بېول شوی 

Pa.azadiradio.com 

د (هه نګاو) په نوم د بشري حقونو ټولنه وايي، د ایران د کردستان د دموکرات ګوند غړی خالد فریدوني چې له ۲۱ کلونو راهیسې بندي دی، انفرادي کوټه قلفۍ ته بېول شوی دی. نوموړی د ۱۳۷۹ لمریز کال په سنبلې کې ونیول شو او د ایران د انقلابي محکمې له لوري په دې خاطر چې د ایران د کردستان په دموکرات ګوند کې غړیتوب لري، لومړی په اعدام محکوم شو، خو وروسته یې سزا په عمري قید بدله شوه. خالد فریدوني تېر ۲۱ کلونه د ارومیې ښار په محبس کې تېر کړي او په وروستیو ورځو کې یې د نه خوړولو اعتصاب کړی و.

طالبان: د موسیقۍ اورېدل ناروا، خلکو ته سپارښتنه کوو چې ترې ډډه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت وایي، په اسلام کې د موسیقۍ اورېدل او ترې خوند اخېستل جواز نه لري او خلکو ته سپارښتنه کوي چې ترې ډډه وکړي. د دغه وزارت ویاند هاکف مهاجر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "الجَرَسُ مَزَامِيرُ الشَّيطَان… زموږ ټولنه اسلامي ده او یوې اسلامي ټولنې ته اړتیا ده چې څنګه کېدای شي د اسلامي اصولو سره سم پرمختګ وکړي، دا د اسلام اصل او حکم دی." دا په داسې حال کې ده چې د ادعاګانو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څو ورځې وروسته د یوه محلي سندرغاړي فواد اندرابي غږ د هغه په وژلو چوپ کړل شو. Читать дальше...

پټ سند؛ ملګرو ملتونو طالبانو ته د ۶ میلیونه ډالره ورکولو وړاندیز کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو په یوه افشا شوي سند کې ویل شوي چې دا اداره په افغانستان کې د خپل امنیت د ساتنې لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته د نژدې ۶ میلیونه ډالره ورکولو وړاندیز کړی دی.  دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت سرپرست د امریکا او ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دی.  رویټرز خبري اژانس چې دا پټ سند یې لیدلی وايي چې ملګرو ملتونو وړاندیز کړی چې دا پیسې به راتلونکی کال د هغو طالب ساتونکو د میاشتنۍ تنخواه په توګه ورکوي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو پر دفتر پیره کوي.  د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев о победе на "Мастерсе" в Мадриде: у меня нет слов






Фельдшер из Волгоградской области купила жилье в Подмосковье по соципотеке

Гидрометцентр: под Воронежем пройдет град, а под Владимиром похолодает до -3

Назван главный фактор на собеседованиях по приему на работу в Москве

RevPAR в отелях Москвы вырос на 56%