Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

Новости за 23.12.2021

د طالبانو له راتګ وروسته؛ د هېواد په یوه مهم زندان کې سلګونه معتادین ساتل کیږي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان د کندهار مرکزي زندان په نشه يي توکو د روږدو کسانو د ساتني او درملني د مرکز په توګه کاري. په دغه زندان کې شاوخوا ۸۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان چې د کندهار ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي ساتل کېږي.

د صنایعو او کانونو خونه: افغانستان کې ۲۰ سلنه تولیدي فابریکو خپل فعالیتونه درولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وايي، له شااوخوا ۵ زره تولیدي فابریکو څخه ۲۰ سلنه‌یې د خامو موادو او سم مارکېټ د نشتوالي له وجې خپل فعالیتونه درولي او شااوخوا ۲۰ سلنه نور یې هم د سقوط په حال کې دي. د دې خونو مسؤلینو نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د مرغومې ۰۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، که د سوداګرو ۲،۵ میلیارده ډالره کنګل شوې پیسې ازادې نه‌شي، د نورو فابریکو د سقوط ګواښ هم شته. دوی وایي، دغه پیسې د سوداګرو، صنعت‌کارانو او خصوصي سکټور دي چې د افغانستان د شااوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو سره د امریکا له‌خوا کنګل شوې دي. Читать дальше...

د افغانستان د هندوانو او سېکهانو استازو د طالبانو لوړپوړو چارواکو سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هندوانو او سېکهانو استازو نن په کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي. د طالبانو یوه ویاند محمد نعیم او د دوی له‌خوا د ارګ په نوم نوې جوړه شوې پاڼه کې د نننۍ لیدنې عکسونه او جزئیات خپاره شوي.   محمد نعیم لیکلي چې د طالبانو د رئیس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د هندوانو او سېکهانو استازو ته ډاډ ورکړی چې امنیتي ادارې به په ټولو ولایتونو کې د دوی امنیت ونیسي. په دې لیدنه کې د هندوانو او سېکهانو د شورا استازو چې مشري یې د دوی د پارلمان پخواني استازي نرېندر سنګهـ خالصه کوي... Читать дальше...

پوتین له لوېدیځ وغوښتل چې روسیې ته د 'سمدستي' امنیت تضمین ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوېدیځ وغوښتل چې روسیې ته د "سمدستي" امنیت تضمین ورکړي. هغه د سکای نیوز خبریال ته د یوې پوښتنې په ځواب کې لوېدیځ مخاطب کړ او ویې‌ویل: "تاسو (لوېدیځوال) باید موږ ته (امنیتي) تضمین راکړئ. له هېڅ ځنډ پرته! همدا اوس." پوتین دا خبره نن په خپل کلني کنفرانس کې داسې وخت وکړه چې د اوکراین له پولو سره نږدې د لسګونه زره روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدو لوی کړکېچ رامنځته کړی. ولسمشر ولادیمیر پوتین د غوښتنو هغه لېست ته هم اشاره وکړه چې روسي چارواکو دا میاشت د اروپا د امنیتي پالېسیو او حکومتوالۍ په ارتباط مطرح کړی. Читать дальше...

کابل کې د برېښنا دوامداره پرچاوي؛ ښاریان: بېلونه یې لوړ وي خو برېښنا نه

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې د برېښنا کموالی او دوامداره پرچاوۍ هغه ستونزه ده چې ډېری خلک یې له امله شکایت لري. د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکې لیلا امید ازادي راډیو سره خبرو کې په دې اړه وویل: "ستونزه دا ده چې برېښنا منظم وخت نه لري ټول سیستمونه ګډوډ شوي دي، سره له دې چې برېښنا منظمه نه ده د برق بېلونو کې لګښت هم ډېر راځي، همدارنګه په خپل وخت یې نه ویل کېږي موږ خپله څو ورځې مخکې ۴۰۰۰ افغانۍ تحویلې کړې سره له دې چې برېښنا نه وه او موږ ترې استفاده هم نه وه کړې." د ژمي موسم له پیل سره د تېرو کلونو په شان سږکال... Читать дальше...



طالبانو کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، په کابل کې یې نن پنجشنبه (د مرغومي ۲مه) غرمه مهال د پاسپورټ ریاست مخ ته د یوه انتحاري برید مخه نیولې ده.  دا خبره د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني ازادي راډیو ته وکړه: "انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې د پاسپورټ ریاست ته دننه ننوځي او مراجعینو ته نقصان ورسوي. د محافظینو له طرفه په نښه شو. د ده په مرګ سره دا ټوله حمله پای ته ورسېدله. نور تلفات نه لري. د چا لاس او ګوته هم نه ده وینې شوې. صرف انتحاري په ځای کې پروت دی او نور څه ستونزه نشته." یو شمېر رسنیو بیا د عیني شاهدانو په حواله پاسپورټ... Читать дальше...

افغانان د تورخم پر لاره سفري اسانتیاوې غواړي

Mashaalradio.com 

په تورخم کې چارواکي وايي، د پاکستان حکومت پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان وګړو لپاره یولړ سفري اسانتیاوې پیدا کړې دي خو ځینې نور اقدامات لکه د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د خلکو معاینه کول او اسناد یې لیدل اړین دي.

کرکټ؛ تر ۱۹ کلنې کشرې افغان لوبډلې پاکستان ته د ۵۳ منډو هدف وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان د کرکټ تر نولس کلنو ملي ټيمونه نن په اسیا کپ کې سره مخ شوي.  افغان لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۲۳ اورونو کې له لاسه ورکړل او پاکستان ته یې ۵۳ منډې هدف وټاکه.  دا په اسیا کپ کې د افغان لوبډلې لومړنۍ لوبه ده چې په دوبۍ کې ترسره کېږي.  تمه ده افغان ټیم د اسیا کپ د نولس کلنو کم عمره جام کې تر دې لوبې وروسته له متحده عرب اماراتو او بیا له هندوستان سره مخ شي.

ډېبرا لاینز افغانانو سره د امریکا د مرستو وروستی اقدام ستایلی 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډېبرا لاینز له افغانانو سره د بشري مرستو په هدف د امریکا د حکومت وروستی اقدام ستایلی دی. د امریکا د خزانې وزارت له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتېدو لپاره تازه یو شمېر جوازونه او کړن لارې اعلان کړي. په دې اړه د امریکا د حکومت له خوا جوړه شوې مسوده هم بېګا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې تصویب شوه. ډېبرا لاینز زیاته کړې چې اوس به د ملګرو ملتونو سازمان او بشرپاله متحدین یې له هغو سره چې اړمن دي په پراخه کچه د مرستو د ترسره کولو جوګه وګرځي. Читать дальше...

د څار بنسټ: ملګري ملتونه دې افغانانو سره د مرستو د شفافیت مېکانزم جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار اوسېدونکی لعل ګل چې نږدې شل ورځې وړاندې يې د یو مرستندویه بنسټ له لوري مرسته ترلاسه کړې وايي، په کور کې يې مرسته شوي، اوړه، وریژې او سونګ توکي مخ په خلاصېدو دي.  دی وايي، نه کار شته او نه روزګار او حیران دی چې که دا توکي خلاص شي د خپلو اولادونو نسونه به په څه مړوي؟ لعل ګل زیاتوي: "نه پوهېږم چې کوم بنست و. زموږ د ګذر وکیل یوه بورۍ اوړه، وریژې، لږ سونګ توکي او لوبیا راوړل، څو ورځې وروسته دا هم خلاصېږي، حیران یو چې څو ورځې وروسته څه وکړو."  خو په افغانستان کې ډېری خلک شته چې د نړیوالو بشر دوستانه مرستې یې لا نه دي ترلاسه کړي دي. Читать дальше...

هرات کې د معتادینو د درملنې بهېر بند شوی؛ سړې هوا ۱۷ معتادین وژلي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم، په هرات ولايت کې د معتادینو د درملنې بهېر درېدلی دی. يوازې په هرات ښار کې د معتادینو د درملنې لس خصوصي مرکزونه فعاليت کوي چې د سلو معتادینو درملنه کوي او لګښت يې خپله د معتادینو کورنۍ ورکوي. د هرات د صحت عامې مرستيال ډاکټر محمد اصف کبير وايي،دې  ولايت کې د معتادینو د درملنې دولتي مرکزونو فعاليتونه د بودجې د نشتوالي له امله درېدلي دي. کبیر وایي: "هرات ولايت کې د غوريان ولسوالۍ په ګډون د معتادینو د درملنې مرکزونو ۳۲۰ بسترونه د بهرنيو مرستندویه ادارو يا... Читать дальше...

تودو 'ګرمسیره' ولایتونو کې د کوکنارو کښت پیل شوی؛ طالبان یې پرکښت چوپ دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې د ليندۍ د مياشتې په لومړيو کې چې د کوکنارو نوی کښت پيل شوی و، اوس نژدې پای ته رسېدلی دی. د دې سيمو ځينو خلکو ازادي راډيو ته وويل، که څه هم دوی د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت د بندېدو په اړه اندېښنه درلوده، خو حکومت تراوسه دوی ته په رسمي ډول د کوکنارو د نه کرلو په اړه څه نه دي ويلي. د مشرانو جرګې پخوانی غړی محمد هاشم الکوزی د کوکنارو د کښت په اړه د طالبانو پټه خوله پاتې کېدلو لامل په ظاهره د افغانستان تر نهو ميليارډو ډالرو ډېرې هغه پيسې بولي چې د امريکا متحده ايالاتونو له خوا کنګل شوي دي. Читать дальше...

د کابل ککړه هوا؛ ښاریان: هوا دومره ککړه شوې چې ساه ایستل یې ګران کړي

Pa.azadiradio.com 

د ژمي موسم په پیلېدو سره، د کابل هوا تر بل هر وخت زیاته ککړه شوې چې د تېرو کلونو په څېر یې د کابل ښاریانو اندېښنې راپارولي دي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پلازمېنې هوا دومره ککړه شوې ده چې د ساه ایستل يې خلکو ته ستونزمن کړي دي. د کابل ښار اوسېدونکی صابر کولاب وايي، د کورنۍ ۶ غړي یې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغۍ اخته شوي دي. هغه زیاتوي، وزګاره دی او د کور د تودولو لپاره د لرګیو اخیستو پیسې نه لري. صابر وايي، خځلې راټولوي او د ماشومانو د ګرمولو لپاره یې کور ته وړي، څو هغوی د سړې هوا له مرګوني ګواښ وژغوري. Читать дальше...

ارزګان مېشتي خلک: طالبان پر خلکو له سره لمونځونه تکراروي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان مېشتي خلک وايي، طالبان په دې ولایت کې پر خلکو لمونځونه تکراروي چې دغه چارې خلک اړ کړي چې نور جوماتونو ته د لمانځه لپاره ولاړ نه شي. د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار مرکزي جامع جومات کې د پخوا پرتله د لمونځ کوونکو شمېر څه اندازه کم شوی دی، ځکه دغه ولایت کې طالبانو د ټولو جوماتونو امامانو ته امر کړی چې جامع جومات ته په ورتلونکو خلکو تر لمانځه وروسته لمونځونه تکرار کړي او تېروتنې یې ورپه ګوته کړي. په ارزګان کې د امر بل المعروف و نهی عن المنکر ریاست يو ديني عالم مولوي محمد يعقوب شرافت ازادي... Читать дальше...

پاپ فرانسس په واتیکان کې له یوې افغانې کورنۍ سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسس پرون چهارشنبه(د مرغومې ۱) په واتیکان کې له هغې افغان کورنۍ سره ولیدل چې یو ماشوم یې ناروغ و او ده ورسره مرسته کړې وه چې په ایټالیا کې مېشته شي. د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې پاپ پرون له عمومي وعظ وروسته له دغې کورنۍ سره ولیدل او یو ځل بیا یې اروپایي هېوادونه دې ته وهڅول چې د کډوالو په منلو کې خپل مسوولیت پرځای کړي. نوموړي زیاته کړه، یوازینی کار چې کولی شئ دا دی چې یوه دروازه پرانیزئ. دغه فرصت په دغه کرسمس کې له لاسه مه ورکوئ. پاپ فرانسس د ډسمبر... Читать дальше...

جک سولیوان ایران سره د اټمي تړون خبرو د پای خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان خبرداری ورکړ چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د احیا لپاره روانې ډپلوماټیکې هڅې به ښایي په څو اونیو کې پای ته ورسېږي. ښاغلي سولیوان له اسرائیله د کتنې په ترڅ کې پرون چهارشنبه (د مرغومې ۱) خبریالانو ته وویل، واشنګټن او متحدان یې د یوه مهال وېش له مخې له ایران سره پر اټمي موضوع خبرې مخته وړي. نوموړي زیاته کړه، یوه مشخصه نېټه نه شي په ډاګه کولی، خو د بندو دروازو تر شا د مهالویش په اړه خبرې کوي او هغه به اوږدې نه وي. هغه په دې اړه چې دغه خبرې... Читать дальше...

Новости России
Москва

Анна Данилова дала старт Всероссийской акции "Синий платочек Победы" 2024 на станции метро Курская


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د کال وروستۍ وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن پنجشنبه( د مرغومې په ۲مه) داسې مهال په مسکو کې د دې کال په وروستي خبري کنفرانس کې راڅرګند شي چې د لویدیځ او ددې هېواد ترمنځ یې کړکېچ اوج ته رسیدلی دی. روسیې د اوکراین له پولې سره په لسګونو زره سرتیري ځای پرځای کړي او دا هېواد د داسې امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي چې پر اساس یې ناټو له پراختیا منع کېږي او پر دې تړون د پخواني شوروي د نفوذ په ساحه کې پر فعالیتونو سخت محدودیتونه لګول کېږي. د کریملین ویاند دمیتري پیسکوف ویلي چې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ ته پام یوازې پنځه سوه... Читать дальше...

کرکټ؛ له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله پاکستان سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

له نولس کلنو د کم عمره کرکټ اسیایي جام لوبې نن په متحد عربي اماراتو کې پیلېږي. د دې جام په ترڅ کې نن درې لوبې کېږي، افغانستان له پاکستان سره، متحد عربي امارات له هند سره او بنګله دیش له نیپال سره مسابقې لري. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډله دې جام ته چمتو ده: "د افغانستان له نولس کلنو څخه کم عمره لوبډله نن د پاکستان له نولس کلنو څخه له کم عمره لوبډلې سره په اسیا جام کې لومړۍ لوبه ترسره کوي پرون هم افغان لوبډلې د دغو سیالیو لپاره تمرینات... Читать дальше...

امریکا ځانګړي جوازونه صادروي څو نړیوالې مرستې افغانستان ته واستول شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا خزانې وزارت اعلان وکړ چې ځانګړي جوازونه صادروي، څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې یو شمېر نړیوالې مرستې  افغانستان ته چې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، واستول شي. د متحد ایالاتونو خزانې وزارت پرون چهارشنبه (د مرغومې ۱) وویل، دا جوازونه به د متحدایالاتونو حکومت او نړیوالو سازمانونو ته لار پرانیزي چې د افغانستان  دننه فعالیت وکړي او د بندیزونو سربېره له خلکو سره مرستې وکړي. د دې جوازونو له مخې بهر میشتې افغانان د حوالې له لارې خپلو کورنیو ته چې په افغانستان کې ژوند کوي پیسې استولی شي. د خزانې وزارت مرستیال والي اډیمیمو په یوه بیان کې وویل... Читать дальше...

امریکا د کرونا یو میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته لېږل غواړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې د کرونا یو میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته واستوي. اسوشیټېډ پرېس اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا وایي چې د متحد ایالاتونو حکومت پلان لري چې د واکسین دا مرسته په راتلونکو اونیو کې له افغانستان سره وکړي چې له دې سره به د امریکا له لوري د کرونا ټول مرسته شوي واکسین څلور اعشاریه درېیو میلیونو ډوزو ته ورسېږي. وروسته تردې چې طالبانو کابل نیولی دی، د کرونا وبا د مثبتو پېښو او تلفاتو منظمې شمېرې نه خپریږي، خو روغتیایي چارواکي په دې باور دی چې لا هم کرونا... Читать дальше...

پاکستان کشمیر ته د منظور پښتین د ورتګ مخه نیولې

Pa.azadiradio.com 

حکومت؛ د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر د ورتګ مخه نیولې ده. په کشمیر کې حکومت پرون چهارشنبه (د مرغومې ۱) په یوه بیان کې وویل چې منظور پښتین د درې میاشتو په مخه کشمیر ته نه شي داخلیدلی او په عامه غونډو کې خبرې نه شي کولی. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د پښتنو د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي او ادعا کوي چې په زرګونو پښتانه د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري تري تم شوي دي. پروسږکال په ډسمبر کې د بلوچستان حکومت هم د منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګولی و، د مارچ په... Читать дальше...

د کُرمې ۶ قومونو پرلت وهلی او د ټل او پاړه چنار لاره یې بنده کړې

Pa.azadiradio.com 

د کُرمې شپږو قومونو اعتراضي پرلت وهلی دی. د منګلو، خروټو، ځدراڼو، مقبلو، غلزیو او ځاځیو قومونو د ټل او پاړه چنار لاره بنده کړې ده. دوی د یو شمېر قومي تړونونو د پلي کېدو ترڅنګ دا غوښتنه لري چې له افغانستان سره دې ټرانزیټي لارې پرانېستل شي. د پرلت وهونکو یوه مشر ملک منور خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "دا لاره به تر هغو بنده وي چې موږ کومې غوښتنې کړي دي هغه ومنل شي، که نه تر هغو به پردې لاره اعتراض روان وي." د کُرمې د شپږو قومونو اعتراض نژدې میاشت مخکې پیل شوی و، خو کله چې د دوی غوښتنې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Свентек переиграла Соболенко и выиграла титул WTA в Мадриде






В Подмосковье возбудили дело после угроз школьника убить семью одноклассницы

Столичные росгвардейцы обследовали свыше 8 тыс. кв. м подводного грунта с начала года

ЦСКА сыграл вничью с "Рубином" в матче РПЛ

Лучшие кадеты ПФО побывали на репетиции Парада Победы в Москве