د'او.ای.سي' غونډه: ژر تر ژره دې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وشي
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده غونډه کې ټینګار وشو چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره د اړمنو افغانانو لاسنیوی وشي. غونډه د اسلام اباد په کوربه توب د شااوخوا ۲۲ بهرنیو چارو وزیرانو او ګڼ شمېر ځانګړو استازیو او لویدیځو ډپلوماټانو په حضور کې ترسره شوه. د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل، که له افغانستان سره عاجلې مرستې ونه شي ټوله سیمه باندې به د دغه هېواد روان بحران سختې اغېزې وکړي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم دې غونډه کې ګډون کړی و. Читать дальше...