Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین وروستی کمپاین پیل شو

0
په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د ۲۰۲۱ کال وروستی کمپاین نن پیل شو.


د طالبانو د حکومت عامې روغتیا وزارت د دې واکسین د پيل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دې کمپاین مالي او تخنیکي ملاتړي د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف دي.


د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۱ ولایتونو کې دا کمپاین نن پيل شو او په ۱۳ نورو هغو کې راتلونکې اوونۍ پیلېږي.


دا ۱۳ ولایتونه چې راتلونکې اوونۍ واکسیناتوران ورځي کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان، غزني، پکتیکا، بلخ او غور دي.


طالبانو له کورنیو غوښتي چې تر پنځو کلونو د کشرو ماشومانو په واکسین کې بې‌غوري ونه‌کړي چې د دوی په خبره د دې وژونکي او فلجوونکي ویروس ریښې وچې شي.


افغانستان کې سږ زېږديز کال د پولیو ۴ پېښې ثبت شوي، حال دا چې تېر کال دا پېښې ۵۶ وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса