Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2021

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه خبرې کوي

0
ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په پروکسل کې په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري ناوړه وضعیت په اړه خبرې وکړي.


د جرمني د بهرنیو چارو وزرات په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دې غونډه کې به په تېره افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په وړاندې د پرتو خنډونو په باب خبرې وشي.


د بیان له مخې دې غونډې ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هم بلل شوی چې د بهرنیو چارو وزیران به له هغه سره په یوه غرمنۍ کې په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او قطر ترمنځ د همکارۍ پر موضوع خبرې وکړي.


د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري ناوړه وضعیت په اړه خبرې کوي چې پرون د بحران په چارو کې د اروپایي ټولنې کمېشنر ینیس لینارچیچ (janez lenarčič) د هوا له لارې کابل ته د دې ټولنې د نویو بشري مرستو د رسېدو خبر ورکړ.


هغه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د روان ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې دې ټولنې او د بشري چارو همکارانو یې د ۲۸۰ ټنو په اندازه خواړه، درمل او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې اړوند تجهیزات افغانستان ته لېږدولي دي. نوموړي دغه‌راز ویلي چې دوی به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса